هرات کې د یو پوځي بیس په اړه ضد او نقیضې ادعاوې

د افغانستان په لویدیځ کې د ظفر ۲۰۷ قول اردو په یو بیان کې ویلي چې د هرات د ګلران ولسوالۍ په کاریز کلي کې د پنځمې سرحدي لوا ځواکونو بیس د دغه ولایت په کهسان ولسوالۍ کې د "کمانه" پوځي بیس ته انتقال شوی دی.

د ظفر ۲۰۷ قول اردو د پنجشنبې په ورځ اپریل ۲۹ (غويي ۹) په یو بیان کې ویلي چې د کاریز کلي له پوځي بیس څخه ټولې وسلې، تجهیزات او پرسونل په خوندي توګه د کمانه بیس ته انتقال شوي دي او د دواړو ولسوالیو د امنیت د ساتنې لپاره به ترې کار واخیستل شي.

په بیان کې راغلي: "دغه بیس د دفاع وزارت د رهبري او د هرات ولایت د پوځي شورا له پراخو ارزونو وروسته او د لا زیات او ښه موثریت لپاره له یو ځای څخه بل ځای ته انتقال شوی دی".

خو طالبانو ادعا کړې چې د افغانستان د اردو دا پوځي بیس د طالب جنګیالیو د ګواښونو له امله تخلیه شوی دی.

طالبانو ویلي چې د افغانستان د ملي اردو ځواکونو د تخلیې په مهال یو شمیر پوځي وسایط سوځولي دي. خو افغان چارواکو د طالبانو د دې ادعا په غبرګون کې څه نه دي ویلي.

د افغانستان امنیتي بنسټونو له دې وړاندې ویلي و چې په یو شمیر ولایتونو کې خپل بیسونه او پوستې د لا موثریت او د سرتیرو د خوندیتوب لپاره نورو برخو ته انتقالوي.