غوره شوي عکسونه
وروسته له هغه چې د خوړو نړیوال سازمان د غزې تړانګې په شمالي برخه کې د روانې جګړې له امله د مرستو رسولو بهیر وځنډاوه، پدغه سیمه کې ایسار فلسطینیانو ته د هوا له لارې بشري مرستې ورسول شوې.
په اروپا کې د ناټو غړیو هېوادونو د پوځي تمرینونو پر مهال یو بریتانوي جنګي هلیکوپټر د مانور د ترسره کولو پر مهال
د هند تر ټولو شتمن کس، مکیش امباني د خپل زوی اننت امباني د واده مراسمو ته د ګڼو سترو شرکتونو د رئیسانو، سیاستوالو، مشهور سندرغاړو او فلمي ستورو ترڅنګ، د افغانستان د کرکټ ستوری راشد خان ارمان هم بللی و
د کرملین د سرسخته منتقد، الکسي ناوالني جسد تر ښخولو مخکې، د مسکو په سویل د مارینو په کلیسا کې په یو سر خلاصي تابوت کې ایښودل شوی و، چیرې چې د هغه مور او پلار هم حاضر وو
ګڼ شمېر مظاهره کوونکو په پلازمینه تل ابیب کې د امریکا سفارت مخې ته په راغونډیو سره د حماس له ولکې څخه د یرغمل شوي اسرائیلي وګړو د خلاصون لپاره د امریکا د ملاتړ غوښتنه وکړه
د غزې په جنوب د رفح په ښار کې د اسرائیل په هوايي بریدونو کې د ویجاړ شوي جومات تر څنګ د جمعې لمونځ ادا کول
د پاریس د موډ او فیشن په فیسټیوال کې د مېرمنو لپاره د ژمني موسم د ځانګړو جامو یوه بیلګه
په مسکو کې د یوې کلیسا څخه د روسیې د اپوزیسیون مشر الکسي ناوالني د تابوت د ایستلو پر مهال، د ګڼې ګوڼې په موخه ایښول شوي موانع د خلکو لخوا ماتې شوې
یو اتریشی وګړی چې افغانستان ته له سفر وروسته د طالبانو لخوا نیول شوی وو، د قطر په منځګړیتوب د طالبانو له بند څخه خلاص شو
په پلازمینه کابل کې د موټر ځغلولو سیالي لپاره چمتوالی