په سودان کې ګډ حکومت ړنګ او بېړنی حالت اعلان شوی 

سودان

د سودان تر ټولو لوړپوړي‌ پوځي‌ جنرال عبدالفتاح البرهان په خپل هېواد کې بېړنی حالت اعلان کړی او د پوځ او ملکیانو ګډه شورا، چې له تېرو دوو کالونو راهېسې یې د هېواد چارې مخې ته وړلې، له منځه وړې ده.

تېره ورځ د سودان د صدراعظم عبدالله حمدوک او نورو لوړ پوړیو چارواکو له نیولو وروسته، ښاغلي البرهان په خبري کنفرانس کې وغږېده.

د سودان د اطلاعاتو وزارت چې انلاین معلومات خپروي وايي چې صدراعظم حمدوک له دې کبله نیول شوی چې د کودتا ننګه یې نه ده کړې.

د صدراعظم له نیول کېدو وروسته په مرکز خرطوم کې مظاهرې شوې دي.‌ په خرطوم کې خبریال مایکل اتیټ امریکا غږ ته ویلي دي چې زرګونه کسان په دغې مظاهرې کې دي چې اکثریت یې ځوانان دي. هغه وايي چې د ډزو غږونه هم اورېدل شوي او ټایرونه هم سوځول شوي دي.

تر دې مخکې په سودان کې مطبوعاتو ویلي وو چې وایي نظامي ځواکونو چې معلومه نده څوک دي، د صدراعظم عبدالله حمدوک کور محاصره کړی او هغه یې نظر بند کړی دی.

د الحدث تلویزون د څو سرچینو له قوله چې نومونه یې ندي یاد شوي لیکلي چې نظامي ځواکونو د دوشنبې په سهارد صدراعظم کور محاصره کړ.

په همدې حال کې نظامي ځواکونو سهار وختي د صدراعظم د مطبوعاتو د سلاکار په کور ورغلي او هغه یې هم نیولي دی. د دې سلاکار د کورنۍ غړیو د هغه د نیول کیدو خبر د رویټرز خبري اژانس ته تائید کړی.

په سودان کې د ۲۰۱۹کال راپدیخو چې پخوانی دیکتاتور عمر البشیر له واکه لیرې شوی، پوځ او ملکیان په ګډه حکومت چلوي. تیره میاشت هم د کودتا هڅه شوې وه چې د پوځ او ملکیانو تر منځ په یو بل د سختو تورونو پورې کولو سبب شوه.ویل کیږي چې پوځ د ملکي کابینې څو تنه وزیران هم نیولي دي.

د عمر بشیر د لیرې کیدو لپاره څو میاشتې خلکو په لارو کوڅو کې مظاهرې وکړې او بالاخره پوځ دغه پخوانی دیکتاتور له واکه لیرې کړ.

د ښاغلي بشیر د لیرې کیدو نه وروسته د سیاسي انتقال لپاره موقت حکومت جوړ شو او پدې موافقه وشوه چې د ۲۰۲۳په پای کې به انتخابات کیږي.

د حکومت اوسني مشران چې پوځ او ملکیان پکې شامل دي، دنده درلوده چې واک به په بشپړه توګه ملکي ادارې ته سپارل کیږي.

خو د سودان د بدلون او آزادۍ ځواکونو په نامه د ملکې ډلې یو غړي تیره ورځ د یوې "پټې" کودتا خبرداری ورکړی و.

د ملکیانو همدې ډلې د عمر بشیر د لیرې کیدو لپاره هم څو میاشتې مظاهرې وکړې خو اوس په دوو برخو ویشل شوي. اصلي څانګه یې ملکیانو ته واک سپارل غواړي خو یوه بله ډله یې بیا نظامیانو ته د واک په سپارلو ټینګار کوي