سور صلیب هڅه کوي د سوریې د حمص نه ټپیان راوباسي

سور صلیب هڅه کوي د سوریې د حمص نه ټپیان راوباسي

سره صلیب نن د شنبې په ورځ نوري هلي ځلي وکړې چي د سوریې د حمص د محاصره شوي ښار نه نور خلک چي طبی علاج ته ضرورت لري راوباسي. د سره صلیب د نړۍ والي کمیټې یوه نطاق وویل چي د سوریې د حکومتي چارواکو او مخالفینو سره یې بیا خبري پیل کړي دي چي هر څوک چي مرستی ته ضرورت لري را وباسي.

سره صلیب د جمعې په ورځ وویل چي د حمص د ښار د ( بابا امر ) د سیمي نه یې اووه زخمي کسان را ایستلي دي، مگر دا یې نه دي ویلي چي دوه تنه زخمي شوي لویدیځ ژورنالیستان هم په هغوي کي وو که نه.

د سوریې حکومتي قواو پرون هم د حمص په ښار باندي بمبارۍ وکړې او دا یې دریمه هفته وه چي دې بمباریو دوام درلود. د مخالفینو فعالینو وویل چي په دې ډزو او بمباریو کي لږترلږه ٢٢ کسه وژل شوي دي او په زرگونو خلک په دې سیمه کي بند پاته دي.