افغانستان چې د ځمکې پیژندونکي او تاریخ پوهان یې د اسیا زړه او څلورلاره بولي له څرګند بشري تاریخ څخه د نړۍ د ډېرو امپراتوریو او سوداګریزو کاروانونو مهمه دروازه پاتې شوې ده، خو د دې جغرافیايي موقعیت شته فرصتونه د پرله پسې ناکراریو ښکار شوي دي.
دغه هېواد چې د تېرو څه باندې څلور لسیزو پرتله په کور دننه په یوه نسبي امنیت کې قرار لري له دې فرصته یې هېوادوال څنګه ګټه اخیستۍ شي؟
په لندن کې لیکوال پیرمحمد باوري چې په دا وروستیو کې د افغانستان د ډېرو سیمو په سیل تللی وو، له امریکا غږ سره په خبرو کې وویل، چې دا وخت که د سیلګرۍ صنعت ته پام واړول شي نو د نړۍ له هرې برخې به سیلانیان د افغانستان لیدو ته ورشي.
د ده په خبره چې د افغان پادشاه محمد ظاهر شاه د واکمنۍ په وخت کې یې به یې په لوی شمېر سیلانیان لیدل: "زما یاد دي چې د کابل په هر واټ کې به بهرینان ترسترګو کېدل، ما نه پېژندل چې دا به د کوم هېواد وګړي وي، خو موږ به په افغانستان کې هر بهرني ته امریکايي وایه، دوی به مزار ته تلل، کندهار ته تلل او بامیانو ته به تلل. دومره زیات امنیت وو چې سېلانیان خو به اکثره له افغانانو سره په کورونو کې هم اوسېدل".
پیرمحمد باوري زیاتوي چې د افغانستان خپل خلک او خصوصا کندهاریان به بیا مزار شریف ته په سیل ډېر وتل، او په کندهار کې به بیا د موسیقۍ ډېر بانډارونه کېدل. هغه وخت امنیت او خوشحالي وه.
له لندن څخه په دا ورستیو کې افغانستان ته تللی یو بل افغان لیکوال سوله مل شینواری هم هلته په سیاحت کې زیات فرصتونه ویني: "د سیاحت لپاره ښه فرصت له دې کبله هم دی چې افغانستان د پرله پسې جګړو له کبله لکه د شوروي د یرغل پرمهال نړۍ ورته پاملرنه درلوده، بیا وروسته امریکا او نړیوال ایتلاف یې شتون پکې درلود، نو په دې حساب هم افغانستان نړیوالو ته جالب هېواد ښکاري. زه فکر کړم چې تلوسه او انګېزه به د نړیوالو ډېره وي چې دا به څه رقم ځای وي."
خو سوله مل شینواری وايي چې دی د افغانستان ډېرو ولایتونو ته ولاړ چې له بده مرغه هلته د سیلانیانو او سیاحت لپاره لازم بنسټیزجوړښت نه ترسترګو کېدو: "په افغانستان کې د سیلانیانو لپاره ښه هوټلونه، میلمستونونه، رېستورانونه، د ټرانسپورټ ښه سیسټم پکار دی. په بامیانو کې کې ښه عصري او په جهاني معیار برابر رېستورانونه او هوټلونه ولیدل خو په نور افغانستان کې نه ول، لکه د نورستان غوندې ښکلې سیمه کې هم د سیلانیانو لپاره هېڅ بندوبست نه وو".
سوله مل شینواری وايي، د افغانستان طبعي ښکلا ښايي، بهاند سیندونه، ځنګلونه، دنګ دنګ غرونه، رنګارنګ خوږې مېوې بس همدا د سیلانیانو لپاره په زړه پورې دې چې ورشي.
په غزني کې د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د سیلګرۍ او ګرځندوی مدیر مزمل هوتک له امریکا غږ سره په خبرو کې وویل، چې په ۱۴۰۰ لمریز کال کې د طالبانو له واکمنېدو سره اوس په هېواد امنیت دی او جګړه پای ته رسېدلې ده: "په ۱۴۰۰ لمریز کال کې د بهرنیو سیلانیانو ګڼه ګوڼه په ټول افغانستان کې ډېره شوله، یوازې په هغه کال غزني ته ۲۰ تنه بهرني سیلانیان درلودل، یو کال وروسته ۶۱ بهرنیان سیلانیان راغلل. سږ کال غزني ته ۲۷۴ بهرني سیلانیان راغلي دي چې د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو لکه ارجنټاین، انګلستان، اوکراین، پاکستان، پولینډ، ایټالیا، هالنډ، جرمني، سویډن، هسپانیه، فینلینډ، او هندوستان څخه راغلي دي."
هوتک زیاتوي چې بهرني سیلانیان د افغانستان بلخ، بامیان، کندهار او غزني ته راغلي دي. "په غزني کې دوی تاریخي مینارونه، بالاحصار، د سلطان محمود غزنوي زیارت، د حاکم سینايي زیارت، د غزني نظامي موزیم، د غزنيموزیم.، د ابو ریحان البیروني زیارت، او کتابخانه ته ورغلي ول."
نوموړی زیاتوي چې راتلونکې ۲۰۲۴ کال کې به افغانستان ته د بهرنیو سیلانیانو ګڼه ګوڼه په ټول افغانستان کې زیاته شي. دی وايي چې د کلتور او فرهنګ وزارت د ګرځندویه چارو معینیت یې له افغان تور دولتي شرکت سره په ګډه پلانونه نیولي دي چې د سیلانیانو لپاره هوټلونه، رېستورانونه او ګاډي برابر کړي. د دوی لپاره ترجمان ګومارل شوي دي چې د افغانستان تاریخي ځایونه، لاسي صنایعې او ډول ډول لوبې ورښکار کړل شي.
خو یو لندن میشتی کونړی اېمل څاروان بیا له امریکا غږ سره په خبرو کې وویل چې ترڅو په افغانستان کې د طالبانو حکومت نړیوالو مشروعیت نه وي خپل کړی ترهغو د سیلګرۍ په ګډون د هېواد هېڅ یو ارګان وده نشي کولای. د ده په خبره چې د افغانستان د ټولو ولسونو مشترک سوله ییز هېواد د افغانستان د پرمختګ او سوکالۍ ضامن دی.