د ایران لخوا د چورلکې نسکورول؛ ټرمپ وايي چې په 'ناچارۍ' باید د برید ځواب ورکړل شي

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي چې د ایران رژیم د امریکا د پوځ یوه اپاچي چورلکه چې د هرمز په تنګي کې یي ګزمه کوله، ویشتې ده.

ټرمپ په ټروت سوشل ټولنیزې شبکې کې لیکلي چې د چورلکې دوه پیلوټان خوندي دي او ژوبل شوي نه دي.
ولسمشر لیکلي: "متحده ایالات په ناچارۍ باید دې برید ته ځواب ووايي."

تر دې مخکې، ولسمشر ویلي وو چې ښايي په یوه یا دوه ورځو کې د ایران سره په خبرو کې پرمختګ روښانه شي.

ټرمپ د سه شنبې په سهار [جون نهمه] د نیویارک په جان ایف کینیډي نړیوال هوایي ډګر کې له خبریالانو سره د خبرو پر مهال وویل چې له ایران سره خبرې اترې روانې دي او پرمختګ به یې "په یوه یا دوو ورځو کې" څرګند شي.

ولسمشر ټرمپ یو ځل بیا ټینګار وکړ چې د هرمز تنګي کې محاصره به په بشپړ ډول پر خپل ځاي وي.
ټرمپ وویل: "محاصره ۱۰۰٪ دوام لري. زموږ له محاصرې څخه هېڅ شی نه تېریږي. نه تېل، نه عاید، هېڅ شی هم نه. له محاصرې څخه هېڅ شی نه تېریږي."

په همدې حال کې د متحدو ایالتونو د پوځ مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) په یوې اعلامیې کې لیکلي چې یوه اپاچي چورلکه یي د عمان سواحلو ته نږدې غورځېدلې ده.

سنټکام د سه شنبې په ورځ په اعلامیې کې لیکلي چې په چورلکه کې دوه سپاره کسان ژغورل شوي دي.

اعلامیه زیاتوي: "سرتېري په شاوخوا دوو ساعتونو کې په خوندي توګه ژغورل شوي او روغتیايي وضعیت یې د ډاډ وړ دی. د پېښې لامل تر څېړنو لاندې دی."

د سنټکام یوه ویاند، د بحري ځواکونو تورن ټم هاکنز امریکا غږ ته تائید کړه چې سمندري ډرون دغه دوه پیلوټان ژغورلي دي. ښاغلي سکاټ ویلي چې د متحده ایالاتو د بحري ځواکونو پنځمې قطعې ۵۹ کاري ځواک دغه بې پیلوټه الوتکه یا ډرون چلاوه. دا کاري ځواک د روان میلادي کال د مارچ میاشتې په وروستیو شپو ورځو کې په سیمې کې فعالیت پیل کړ.

د یو بل خبر له مخې، د اسرائیل لومړي وزیر د دوشنبې په ورځ [جون اتمه] خپلو خلکو ته وینا کړې او ویلي چې د ایران رژیم او د حزب الله ترهګره ډله تر بل هر وخت کمزورې شوې خو د هغوي په وړاندې جګړه "لا پای ته نه ده رسېدلې." نتنیاهو خبرداری ورکړ که ایران بیا پر اسرائیل برید وکړي نو د کلک ځوابي برید سره به مخ شي.

له دې وړاندې، ایراني چارواکو ویلي وو چې د رژیم ځواکونو د لبنان په سویل کې چې د حزب الله قوي سنګر ګڼل کېږي، د اسرائیل د بمباریو په بدل کې د یکشنبې په شپه د اسرائیل په ښاري سیمو توغندي توغولي دي. حزب الله په سیمه کې د ایران یوه ترهګره نيابتي ډله بلل کېږي.

اسرائیل او د ایران رژیم د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هغې غوښتنې وروسته چې ویلي وو "ډزې ودروئ" پر یو بل بریدونه درولي دي.

د متحدو ایالتونو ولسمشر د ایران سره د اوربند له نافذېدو راهیسې هڅه کوي داسې یوه هوکړه وکړي چې له مخې يي تهران د اټومي وسلو د تولیدولو او نورو ناوړو اعمالو څخه لاس واخلي.