د بشري حقونو لسګونو سازمانونو په افغانستان کې د "روانو او تېرو جنایتونو" د تعقیب او پلټنې لپاره د میکانیزم جوړولو غوښتنه کړې ده.
لسګونو سازمانونو، چې د بشري حقونو څار سازمان، د بخښنې نړیوال سازمان، د بشري حقونو نړیوال فدارسیون او د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر پکې شامل دي، په افغانستان کې د "روانو او تېرو جدي جنایتونو" د محاسبې، څېړنې او عدالت منګولو ته د سپارلو لپاره د میکانیزم جوړولو غوښتنه کړې ده.
په دې لیک کې چې د افغانستان او نړیوالو بشري حقونو ۱۰۷ سازمانونو له خوا خپور شوی، ویل شوي دي چې د طالبانو د واکمنۍ له پیل سره، د دې ډلې مستبد حکومت، چې د ښځو او نجونو پر حقوقو سیستماتیک بریدونه کوي، لا خپلو کړنو ته دوام ورکوي.
دغه لیک د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا او د اروپایې اتحادیې څخه غوښتنه کوي چې په افغانستان کې جنایتونو د رسیدګۍ او محاسبې لپاره اقدام وکړي.
په لیک کې خپل سر اعدامونه، شکنجې، جبري تښتونې، د ښځو او نجونو پر وړاندې تبعیض، د هغوی پر تعلیم او کار بندیزونه، په ټولنه کې د عامه ژوند څخه یې حذفول، د قومي او مذهبي اقلیتونو لکه هزارهګانو، شیعهګانو، سیکانو او هندوانو ځپل، او پر مدني فعالانو، خبریالانو، هنرمندانو، وکیلانو او قاضیانو باندې فشارونه د بشري حقونو سرغړونو د نمونو په توګه یادونه شوې ده.
طالبان چې د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې بیا واک ته ورسېدل، ښځې او نجونې له شپږم ټولګي پورته تعلیم څخه منع کړې، په دولتي او غیر دولتي موسساتو کې یې پر کار، آزاد سفر، پارکونو ، سپورټي میدانونو، عامه حمامونو او نورو ځایونو ته یې له تګ څخه محرومې کړې.
سره له دې چې د طالبانو په وړاندې د ښځو او نجونو د چلند په اړه پراخې نیوکې شوي دي، خو طالبان ادعا کوي چې د افغان ښځو حقوق یې د افغانستان د خلکو فرهنګ او د اسلامي شریعت په چوکاټ کې خوندي کړي دي او د ښځو مسئله یې "د افغانستان داخلي موضوع" بللې ده.
خو د بشري حقونو څار سازمان د طالبانو چلند د ښځو او نجونو سره "د بشریت پر وړاندې جنایت" او د بشري حقونو کارپوهان یې "جنسیتي تبعیض" بولي.
دغه سازمانونه په ګډه د "د مجازات نه د خونديتوب لپاره د ریښې څخه د ستونزو د حل" په اړوند د عاجل اقدام په اړتیا ټینګار کوي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو راپور ورکونکي په ۲۰۲۴ کال کې خبرداری ورکړچې "د نړیوالې ټولنې لخوا د طالبانو د کړنو ناکامۍ محاسبې دغه ډلې ته لا جرآت بښلی دی.
په لیک کې دا غوښتنه هم مطرح شوې ده چې د افغانستان لپاره باید د جرایمو د تعقیب یو ځانګړی میکانیزم جوړ شي، لکه د سوریې او میانمار لپاره ځانګړي میکانیزمونه چې جوړ شوي دي.
دغه میکانیزم به د دې سازمانونو په وینا "د محاسبې لپاره بنسټیزه وسیله وګرخي څو د شواهدو راټولولو او ساتلو ډاډ ترلاسه شي، مجرمین وپیژنې او د ملي او نړیوالو محاکمو لپاره دوسیې ترتیب کړي."
که څه هم ځینو هېوادونو د داسې یو میکانیزم د جوړولو ملاتړ کړی دی، خو ځینو نورو هېوادونو د دې میکانیزم د لګښتونو په اړه اندېښنې څرګندې کړې دي.