د لاس رسي وړ اتصالات

حکومت هېڅکله له انتخاباتو مخکې د تړون د لاسلیکیدلو احتمال ندی رد کړی


د افغانستان د حکومت د رسنیو د مرکز مشر صفت الله صافی وايي چې افغان حکومت هېڅکله هم د ولسمشرۍ د انتخاباتو نه مخکې د امنېتی تړون د لاسلیکیدلو احتمال ندی رد کړی

د ولسمشر کرزي ویاند ایمل فیضي دسې شنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل چې د افغانستان او امریکا ترمنځ امنیتي تړون برخلیک په افغانستان کې د سولې په برخه کې د امریکا په هڅو پورې تړاو لري.

همدارنگه افغان حکومت ووېل چې د افغانستان او امریکا ترمنځ امنیتي تړون کیدای شي له راتلونکو ولسمشریزو ټاکنونه وړاندې لاسلیک شي.

دامریکا غږ آشناراډېو همکار نسیم ستانیزي په دې اړه د افغانستان د حکومت داطلاعاتو دمرکز له مشر صفت الله صافی سره مرکه وکړله چی په دې برخه کې نوي تحولات او انکشافات منځته راغلی دی که څنگه.

ښاغلی صافی وویل حکومت هېڅکله د امنېتی تړون دلاسلیکېدلو احتمال له ولسمشریزو ټاکنونه مخکی ندی رد کړی خو ددغه سند لاسلیکول ېو لړمقدماتی اقداماتو ته ضرورت لري چې د سولی په برخه کې ترسره شي. هغه زېاته کړله چې دسولی په برخه کې ابهام له منځه ولاړشی او دامشخصه شي چې سوله په افغانستان کې څنگه راتلی ‍‍شي. داشېان د امریکا دمتحده اېالاتو په رسمي نظر کې څرگند شي.

په دې اړه، د دافغانستان د حکومت د داطلاعاتو دمرکز ښاغلي صافي، نور توضيحات په مرکه کې اورېدلی شئ.
please wait

No media source currently available

0:00 0:05:13 0:00
مستقیمه لیکه
XS
SM
MD
LG