اروپایي مشران بیا د یوې عالي جرگې د پاره بروکسیل ته تللي دي چې د نوو اقتصادي ستونزو په اړه خبرې وکړي. بل پلو، په زرگونو کارگران د دغه عالي جرگې د تالار نه دباندي راغونډ شوي وو چي د سپما د پروگرامونو په اړه خپل احتجاج څرگند کړي.
اروپايي اتحادیه به په افغانستان کې د روغتیايي خدماتو د برابرولو او کرهنې د ښه کولو لپاره د185 میلیونه یورو مرسته وکړي.
په خوست کې کارګران وايي، چې د کار له نشتوالي سره مخ دي او له دولت څخه غوښتنه کوي، چې د دوی لپاره دې د کار زمينه برابره کړي.
د امریکا غږ آشنا راډیو د نن ماښام د خبرو اترو په خپرونه کې مو د هغو بې ځایه شویو افغانانو په هکله خبري وکړې چې د کابل په بیلابیلو کمپونو کې د ژمي په سړې هوا کې شپې سباح کوي او تر اوسه پوري د موجودو آمارو پر بنسټ ۲۴ ماشومان د یخنۍ نه مړه شوي دي.
د اروپایي ټولنې اکثره غړيو هیوادونو پرون د جمعې په ورځ په یوه نوي پلان موافقه وکړه چې له مخې به یې د ټولنې د غړیو حکومتونو په بودیجې باندې مرکزي کنترول زیات شي.
د افغانستان د مالیې وزارت نن وویل چې نړیوال وجهي صندوق په افغانستان کې د اقتصادی اصلاحاتو لپاره د ۱۲۹ میلیون ډالرو پور منظور کړی دی.
واشنګټن د چین د محافظه کاره اقتصادي پالیسو په هکله اندېښنه څرګنده کړېده خو په خپله چین پخوا د اقتصادي زون په منځ ته راتلو باندي نیوکه کړې ده
د نړۍ د شلو سترو بډایه هیوادونو د مشرانو غونډه پرون د جمعې په ورځ پای ته ورسیده.
له امریکا غږ سره په ځانګړې مرکه کې د افغانستان د سوداګرﺉ وزیر وویل چې خو بیا هم له ګاونډیو هیوادونو تر منځ سیاسی ستونزی کولی شی حالات بل ډول کړی.
دوی وايي مختلفې ادارې باید خپل په سر مالیات وانخلي او باید بانکونه د پورونو د ورکړې لپاره سمه تګلاره ولري.
په افغانستان کې چارواکي وايي د سرکونو د یو عمده لامل هغه لارۍ موټر دي چې له اندازې زیات بار پر دغو سرکونو باندې لیږدوي.
نن جمهور رئیس اوباما د بودیجې د کسر د کمولو یو ستر پلان وړاندې کوي. ویل شوي په دې کې د ځینو حکومتی لګښتونو کمول او د هیواد په بډایه خلکو د مالیاتو لوړول شامل دي.
نور پورته کول