د سوداگرو ښځو فدراسیون وایي په تیرو دوو کلونو کې د ناامنیو او نړیوالو مرستو د کمیدو له کبله د ښځینه پانگووالو سوداگري نیمایي کمه شوی.
چارواکي وايي په اروپايي هیوادونو کې د پناهغوښتنې د قوانینو د سختېدو له امله هره اونۍ شاوخوا ۲۰ افغان کډوال افغانستان ستنېږي.
راپورونه وایي، سعودي عربستان د خپل لگښت د پوره کولو دپاره د ٨ ملیاردو ډالرو پور د اخیستلو هڅه کوي.
د افغانستان د خوست ولایت اوسیدونکې بخت زمینه د ناروغ پلار او د کورنۍ د ساتنې په خاطر بوټونه رنگوي.
ځوان انځورګر نثار ایثار اوس مهال په اندونیزیا کې د هنرونو په برخې کې لوړي زده کړي کوي او وایي په انځورنو کې یې تل د سولې پیغام نغښتی وي.
افغان حکومت، د هوشمند ښارګوټي د څېړندويې پلاوي موندنې تاید کړې. موندنې ښيي چې تړون د قانون خلاف شوی و.
د لويې پکتيا د ځدراڼو د يوولسو ولسواليو قومي مشرانو له حکومته وغوښتل چې په سيمو کې يې پرمختيايي کارونو ډېره پاملرنه وکړي.
د افغانستان د مالیې وزیر وایي هیواد يې د ټاکنو او بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته له خراب اقتصادي حالت څخه وتلی او اوس يې پر ودې کار کوي.
د سوداګرۍ د خونې چارواکي وایي پاکستان هغو قالین اوبدونکو ته لس کلنه مالیه او ټکس معاف کړی، چې په دغه هیواد کې یې پانګونه کړې.
که څه هم چین چې په نړیواله کچه د نړۍ تر ټولو لوي دوهم اقتصآد دی، پر خپلې بشري عظیمې قوې اتکا لري، خو خلک یې پر راتلونکې باندې بې باورۍ اندېښمن کړي دي.
چارواکي وايي، په ننګرهار کې دځمکو دغصب مخنیوي په موخه عمومي کمپاین پیلوي او هغه دولتي ځمکې چې غصب شوي بېرته راګرځوي.
په بغلان کې د بورې یا قند فابریکې له اوږد ځنډه څخه وروسته یو وارې بیا تولیدات پیل کړل چې په کې تقریبا ۳۰۰ تنه کاریګر کار کوي.
نور پورته کول