په افغانستان کې د فساد پر وړاندې د مبارزې شبکې د افغانستان په ختیځ کې د کانونو د غیر قانوني کیندنو او قاچاق په اړه د خپلې څیړنې یو کلن راپور وړاندې کړ.
د قره قل پوستکو د پروسس او صادراتو مسولین وايي چې له شمالي ولایتونو څخه خارج ته د قره قل پوستکو په صادراتو کې کموالی راغلی.
دا فابریکه په ختیځو ولایتونو کې لومړنۍ ده چې هر ساعت پنځه ټنه وريژي پروسس او بسته بندي کولای شي.
د هند ارزان بیه هوایي شرکت غواړي د الوتکو جوړولو له امریکایي شرکت بوئینگ نه نژدې ٢٠٥ الوتکې واخلي.
د افغانستان بانک وايي، سره له دې چې ۱۳۹۵ لمریز ماليي کال له سختو امنیتي، اقتصادي او سیاسي ننګونو سره مخ وو، خو بیا هم په ماليي لحاظ دغه بانک ته له لاسته راوړنو ډک کال وو.
په ننګرهار کې د ختیځ لبنیاتو لومړنۍ فابریکه له مالدارو شیدي پیري او بازار ته یې وړاندې کوي.
د ملگرو ملتونو د بشري مرستو اداره وایي په ٢٠١٧ کې د ریکارډ په کچه څه دپاسه ٢٢ میلیاردو ډالرو ته اړتیا لري.
پاکستان د سي.پي.ي.سي د پروژې د خوندیتوب لپاره یوه خاصه نظامي قطعه ځانګړې کړې ده.
د اسهامو نړیوالو بازارونو کې بیې مخکې له مخکې د دیموکراتې هیلري کلنټن چې یوازنی انتخاب ګڼل کیدو، د بري په هیله تعینې کړې وې.
په کندهار کې کروندګر او سودګر وايي چې د تېرو کلونو په پرتله سږکال په دغه ولایت کې د انارو حاصلات خورا زیات وو.
نور پورته کول