د شفافیت نړیوال سازمان د عربي متحده اماراتو نه غوښتي دي چې د دوبۍ په غیر قانوني پیسو چلیدونکو ملکیتونو کاروبار تصفیه کړي.
د فرانسې مشهور شرکت سفورا د افغانستان د ننګرهار د نارنج ګل عطر په خپلو شرکتونو او انلاین بازار کې خرڅوي.
د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت، د طبیعي زیرمو له قاچاق څخه د دولت د وسلهوالو مخالفینو د عوایدو په اړه د ګلوبل ویټنیس د ریپوټ محاسبه ناسمه ګڼي، خو دا مني چې په یو شمیر سیمو کې وسلهوالې ډلې د افغانستان له کانونو څخه ناقانونه ګټه اخلي.
هوايي دهلیز هره ورځ له کابل څخه استانبول ته د ۱۵ ټُنه سوداګریزو توکو د صادرولو ظرفیت لري.
د افغانستان د صرافانو ټولنه وایي له تېرې یوې اوونۍ راهیسې په بې ساري ډول افغانۍ د امریکایي ډالر په مقابل کې ټیټه شوې ده.
چین پريکړه کړې چې (CPEC )د چين- پاکستان اقتصادي دهليز لار به افغانستان ته غځوي.
کندهار کې د ښځو د سوداګرۍ خونو پرانیسته ځايي مقامات د ښځینه سوداګرو د پیاوړتیا لپاره مهم ګام ګڼي
د امریکا جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د جمعې په ورځ د فولادو او المونیمو په واردولو د گمرکي تعرفو د لگولو په هکله د خپل پلان نه دفاع وکړه او وویل چې د تجارتي مناقشې نه به امریکا گټه واخلي.
فائننشلز ټایمز وایي چین د تیرو پنځو کلونو نه د سي پیک یا د چین او پاکستان د اقتصادي دهلیز لپاره د بلوڅ بیلتون غوښتونکو سره پټې خبرې کوي.
تر دې وړاندې په پلازمېنه کابل او بلخ کې هم د ښځو سوداګرۍ خونه جوړه شوې وه
د افغانستان حکومت د بهرنۍ پانګې د جذبولو لپاره، بهرنيو پانګوالو ته په کابل کې د افغانستان د ويزې د ورکولو لړۍ نن په رسمي ډول پیل کړې
نور پورته کول