افغان حکومت د وژل شوو امنیتي ځواکونو کورنیو، بې ځایه شوو او بیرته راستنیدونکو مستحقو کسانو ته ۱۶ زره استوګنیزې نمرې ویشي.
آسیايي پراختیا بانک د یوې تازه مالي ژمنې پر اساس، تر راتلونکو دریو کلونو له افغانستان سره د ۲ میلیارد ډالرو مرستې اعلان وکړ.
د هلمند د برښنا رئيس نصرالله قانع په وينا نوي غځيدلي مزي به د ۲۰ کيلو واټو برښنا د لیږد ظرفيت ولري چې د زړو مزو په پرتله یې ظرفیت ۶ ځلې زیات دی.
د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، چې په ۱۳۹۸ کال کې به د افغانستان صادرات یو میلیارد ډالرو ته ورسیږي.
د افغانستان پلازمېنه کابل ښار کې د جلغوزو د پروسس یوه لویه معیاری فابریکه پرانیستل کیږي. دغه فابریکه په نړیوالو معیارونو د جلغوزو پروسس کوي او ویل ګیږي چې د سیمې هېوادونو کې ساری نه لري.
افغان چارواکي وايي د لاجوردو پر تجارتي دهلیز په غوړیو، درملو او د لمریزې برېښنا په تولیدي بتریو بار لومړی کاروان هرات ته ورسېده.
مقامات وایي په ٢٠١٨ کال په ننگرهار، کونړ او لغمان ولایتونو په فعالو ۲۵۰ فارمونو کې ٦٠٠ ټنه کبان تولید شوي دي.
د افغانستان د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون وايي چې په ۲۰۱۸ زېږدیز کال کې په دولتي عامه خدمتونو کې د افغان ښځو ونډه ۲۷،۳۳ سلنې ته لوړه شوې ده.
د زیمنس شرکت له افغان حکومت سره تړون کړی چې په افغانستان کې به د ګازو د طبیعي زیرمو ارزونه وکړي.
په کندهار ولایت کې د انځیرو تجاران او باغ لرونکي وايي که څه هم سږ کال په دې ولایت کې د انځیرو حاصلات ډیر شوي خو بازار یې ښه ندی.
افغان چارواکي وايي، د دغه انسټیټیوټ د جوړېدو ټول لګښت چې ۵۹ میلیونه افغانۍ کېږي د کرنې او مالدراۍ وزارت د پراختیايي بودجې څخه ورکول کېږي.
په داسې حال کې افغان حکومت تل د هېواد د طبیعي زېرمو د ساتنې او قاچاق پر مخنیوي باندې ټینګار کړی.
نور پورته کول