په لندن کې میشت د مصنوعي ذکاوت د سافټویر جوړونکي یو شرکت چارواکي وايي د دوی ځیرک ډاکټر د یو انسان ډاکټر په توګه د ناروغانو تشخیص کولی شي.
ننګرهار ولایت روغتیایي چارواکي وايي، چې په ولایت کې د ماشومانو د ګوزڼ له واکسین څخه پاتې شویو لس زره ماشومانو تهيې د پولیو څاڅکي رسېدلي دي.
روغتیایي کارکونکي وايي، که ماشومان پاک وساتل شي او تر څنګ یې د خپل کلي کور چاپیریال هم له ککړیو پاک شي، ماشومانو په اسانۍ د پولیو یا ګوزڼ په مرض نه اخته کیږي.
د پکتیکا ولایت روغتیاي چارواکي وايي، چې په دې ولایتکې مېشت ځينې وزيرستاني کډوال خپلو ماشومانو ته د پوليو د واکسين له ورکړې ډډه کوي او د کمپاين پرمهال خپل ماشومان پټ ساتي.
یوه نوې طبي څېړنه ښيي چې ککړچاپېریال هرکال په نړۍ کې د شکر په ناروغۍ د ۳.۲ میلیونه انسانانو داخته کېدو لامل ګرځي.
په امریکا کې یوه ترسره شوې علمي څیړنه ښیي چې د سترگو د دید کمیدل ښایي په زړو خلکو کې د ادراک سطحه راکمه کړي.
د بریتانیا پولیس وایي یوه روغیتایي کارکونکې د انگلیستان په شمال کې د اتو ماشومانو د وژلو او شپږو نورو ماشومانو د وژلو د هڅې په تور نیول شوې ده.
د اسرائیلي ډاکترانو یوې ډلې پر ته له دې چې سیاسي مسایل په پام کې ونیسي، پریکړه کړې چې د زرگونو فلسطیني ماشومانو او د نړۍ په ٥٧ نورو هیوادونو کې د قلبي ناروغانو درملنه وکړي.
امریکایي ډاکتران وایي هغه ښځې چې ٦٥ کلنې او یا له هغې نه پورته عمر لري باید د هډوکو ډاکتر ته مراجعه وکړي او خپل کمزوري هډوکي معاینه کړي.
هغه ماشومان او ځلمیان چې پنځه ډوله انتي بیوتیکونه خوري، د هغو کسانو په پرتله ډېر د ګردو په تکلیف اخته کیږي چې نه یې خوري.
د کندهار ولایت د عامې روغتیا ریاست چارواکي وایي، چې ددې ولایت په شاولیکوټ ولسوالۍ کې تر یو کالځنډ وروستهماشومانو ته پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ واکسین ځانګړی کمپاین پیل شوی دی.
د ننګرهار ولایت روغتیايي چارواکي وايي د پولیو واکسین د تېر کمپاین پر مهال ۲۳ زره ماشومان له واکسین څخه پاتې شوي او ډېری یې په هغو سیمو کې دي چیرې چې امنیتي حالات ښه نه دي.
نور پورته کول