د یوې نوې څیړنې په اساس د الکولي مشروباتو څښل شاید له هغه څه ډیر تاوان ولري چې مخکې یې اټکل شوی و. په ځانګړې توګه هغو خلکو ته یې زیان تر نورو زیات ښودل شوی چې عمرونه یې کم دي.
یوه نوې څېړنه ښيي، هغه کسان چې په منظمه توگه لږ تر لږه په اونۍ کې درې ځلې د یوگا تمرین کې د ژورې ساه اخیستنې او د عضلاتو د استراحت د حرکتونو تمرینونه کوي د هغو کسانو په پرتله چې یوگا نه کوي، د وینې فشار یې ټیټ وي.
سروې ښیي، د خلکو لاسرسی ۷۵ فیصده او د دوو ساعتونو په فاصله کې بیا دغه لاسرسی ۹۰ فیصدو ته رسیږي.
د اقلیم بدلون امیندوارې میندې له خطر سره مخ کوي او د یوې نوې څیړنې د پایلو په بنسټ په راتلونکې کې کیدای شي زیات ماشومان د قلبي ولادي نواقصو لکه د زړه سوري سره وزیږیږي.
د امریکا د متحده ایالاتو د درملو او غذایي موادو تنظیمونکې اداره وایي چې د یو بوډا بدن ته د یو ځوان شخص د وینې انتقال نشي کولای د زړښت او د حافظې د مشکلاتو مخنیوی وکړي.
د دوو لسیزو په پرتله اوس د دوو کلونو لاندې عمر لرونکي ماشومان خپل زیات وخت د تلویزیون او کمپیوتري وسایلو لکه مبایل، ایپد او تابلیټ په لیدلو تیروي.
دا مهمه نه ده چې له چا سره مینه کوی؛ له مور، پلار، مېړه، خور، ورور او یا هم خپلې معشوقې او معشوق سره یې کوی، خو دا مهمه ده چې عشق د زړه په سلامتیا کې مهم رول لري.
خشم او قهر د انسان یو عادي حس دی او کله هم پدې دلیل چې له انسان سره د کورنیو یا د کاري ماحول د موضوعگانو او مشکلاتو په حل کولو کې مرسته کوي ښایي یو مثبت حس وي.
ډاکټران وایي د هضمي جهاز په ناروغیو اخته کسانو ته د یو شمیر نورو کسانو د غایطه موادو انتقالول د هغوی د رنځ درملنه کولی شي.
د خوب اندازه د انسانانو د عمر په تناسب مختلفه ده. هغوی چې د ١٨ نه تر ٦٠ کلونو پورې عمر لري د شپې لږ تر لږه اوه ساعته خوب ته اړتیا لري.
ډاکټر فیروز الدین فیروز ته دا جایزه نن د یو لړ مراسمو په ترڅ کې، د متحده عربي اماراتو د صدراعظم او د دوبۍ د حاکم له خوا په دوبۍ کې د نړۍ د حکومتونو د مشرانو په اومه غونډه کې ورکړل شوه.
ټول پوهیږي چې ناروغان په ټوخي او پرنجي د خپلې ناروغۍ عامل که مکروبي وي شاوخوا ته خپروي، خو یوې نوې څیړنې حیرانونکي جزییات موندلي چې په یو پرنجي وهلو مکروب په څومره چټکتیا او تر کوم واټن پورې خپریږي.
نور پورته کول