د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر وايي، په روان ۲۰۱۹ کال کې په دغه هېواد کې پر روغتیايي مرکزونو د بریدونو ۱۳۳ پېښې ثبت کړي دي.
د هند حکومت د الکترونیکي سگرټو تولید، صادرات، واردات، لیږدول، اخیستل او خرڅول، توزیع کولو او ذخیره کول منع کړل.
یوې نوې څیړنې ښودلي چې که د حافظې کمزورتیا دوامداره او تکراري وي د اندیښنې وړ ده.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت چارواکي وایي، چې د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼنوې پېښه د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ کې را منځته شوې ده.
په جلالآباد ښار کې د روغتیايي سکتور د ټولنې د مسول له وژل کېدو یوه ورځ وروسته، د دغې ټولنې غړو د هغوی په وړاندې د امنیتي ګواښونو له امله کاري اعتصاب کړی دی.
د روغتیا نړیوال سازمان د فیسبوک د تازه ژمنې هرکلی کړی چې غواړي په فیسبوک او انستگرام کې د واکسین په هکله خپلو گډونوالو ته دقیق او باوري معلومات وړاندې کړي او ناسم معلومات محدود کړي.
د چک جمهوریت ډاکټران توانیدلي د هغې مور له بطن نه یو ماشوم ژوندی او سالم دنیا ته راوړي چې مغزي سکته یې کړې وه.
نویو موندنو ښودلې چې په بډایو هیوادونو کې د سرطان ناروغي د قلبي ناروغیو نه زیات انسانان وژني.
د انګلستان په بریسټول ښار کې یو ۱۷ کلن هلک د چپسو خوړلو له کبله د خپلو سترګو بینايي له لاسه ورکړې ده.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت چارواکي وایي، په ارزګان ولایت کې دوه ماشومان په پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ په ناروغۍ اخته شوي دي.
یوه نوې څېړنه ښيي هغه انسانان چې خپل پروتین له نباتاتو ترلاسه کوي تر هغوی ډېر عمر کوي چې د پروتین اخیستلو لپاره له غوښو څخه ګټه اخلي.
د روغتیا نړیوال سازمان ویلي دي چې د څښاک په اوبو کې په اوسنۍ کچه موجود مایکروپلاستیکونه یا کوچنۍ پلاستیکي ذرې د انسان سلامتیا ته خطر نه پیښوي، خو ټینگار یې کړی چې د خلکو د ډاډ لپاره باید پدې هکله زیاتې څیړنې وشي.
نور پورته کول