په هلمند کی د زراعت د مسلکی لیسی زده کونکی په سختو شرایطو کی د سمسور او آباد هلمند په هیله خپلی زدکړی پرمخ بیایي.
د افغانستان د مخابراتو وزارت د مخابراتي خدماتو تر ټولو غټه نړیواله د (جي اس ام اې) جایزه ګټلې ده. دغه جایزه هر کال هغه هیواد ته ورکول کېږي چې د مخابراتو په برخه کې یې مهمې لاسته راوړنې لرلي وي.
د پاکستان په خیبر پښتونخوا ایالت کې هغه ځای چې د یاغیانو پرضد جگړې او سیلابونو وځپلو اوس بزگران خپلو کروندو ته او د ښونځي ښځینه زدکوونکي په خوشحالی سره خپلو ښونځیو ته ځي.
اوس د امریکا خاص هوایي ځواکونه، د افغان ډاکترانو د طبي کتابونو په رسولو کې د هغوی د مسلکي مهارتونه د پیاوړي کولو سره مرسته کوي.
د ښوونې او روزنې مشرتابه وايي چې افغانستان د معارف په برخه کې په خپل تاریخ کې دومره پرمختګ نه و کړی لکه په اوسنۍ دوره کې یې چې کړی. نږدې ۸ میلیونه انجوڼي او هلکان ښوونځیو ته ځي
اوس په کندوز کې د انټرنیټ دوه شخصي نیټ کیفي جوړې شوي چې په هره یوه کې لس کمپیوټرونه ایښودل شوي دي، خو بیا هم په دغه نیټ کیفي کې یو شمیر خلک انتظار کوي چې نوبت ور ورسیږي.
په سږنۍ ازموینه کې ۵۲۱۲ کسان ګډون لري. ٣۴٧٥ هلکان او ۱۷۳۷ یې جینکۍ دي.
په زرګونو له لسیو فارغین د کندز پوهنتون په انگړ کې د کانکور د ازموینې لپاره راټول شوي دي. سږ کال په کندوز کې د کانکور په ازموینه کې د نجونو شمیر د تیر کال په پرتله کم و.
یوې غیر حکومتي ټولنې د افغانستان هغو سیمو ته چې امنیت یې ښه ندی، نوی تعلیمي نصاب جوړ کړی دی. د طالبانو د وخت د بهرنیو چارو وزیر وکیل احمد متوکل هم ددغه نصاب په جوړوونکو کې شامل دی.
د چارشنبی د جدي د لومړۍ نېټې په خپرونه کې په افغانستان کې د انفارمېشن یا معلوماتي ټیکنالوجۍ په عام کېدو او د کمپوټر د ذدکړې سره د علاقې په موضوع غږیدلي یو.
هر کال په سلګونو زره محصلین د هیواد د ګوټ ګوټ نه هڅه کوي چې د لوړ زده کړو په موسساتو کې د کانکور د آزموینه له لارې شامل شي او خپلې لوړې زده کړې پای ته ورسوي.
په پوهنتونونو کې د هغو رشتو په تدریس او زده کړه باندې قیودات لگول شوي دي چې د ایران د مشرانو په نظر د لویدیځ په لورې زیات تمایلات د شاگردانو په فکر کې را پیدا کوي.
نور پورته کول