د ازادو رسنیو د ملاتړ اداره "نی" وایي، چې د افغانستان د انټرنیټي جرمونو نوی نافد شوی قانون په دغه هیواد کې د بیان د ازادۍ پر وړاندې خنډونه راولاړوي.
سینډرز د امریکا په هغه فیصله سختې نیوکې کړي چې هغه افغانو جینکو ته یې ویزې نه دي ورکړي چې غوښتل یې د روباټونو په مسابقې کې برخه واخلي.
هند چې په نړۍ کې د کاربن د غاز دریم لوی تولیدوونکی هیواد دی، هڅه کوي چې د انرژۍ سکتور په داسې طریقه بدل کړي چې چاپیریال ککړ نه کړي.
د فیسبوک، ټویټر، مایکروسافټ او یوټیوب شبکو د نړیوال انټرنټي جوړښت تر نامه لاندې د تروریزم ضد یوه جبهه پرانیزي.
د چین د معارف چارواکي په امتحان کې د نقل د مخنیوي لپاره د څیرې پېژندنې له تکنالوژۍ او ډرونونو څخه کار اخلي
د امریکا د سپیس اکس (SpaceX) په نوم خپله فضایي بیړۍ چې پکې د ساینسي تجربو مواد او انور اکمالات و د نړیوال فضایي مرکز په لور حرکت وکړ.
په اردن کې د سوریې د مهاجرو په یو کمپ کې، چې یو وخت یې برق نه درلود، اوس د سولر یا لمر انرژۍ کورونه روښانه کړي دي.
د څه باندې ۱۰۰زره حکومتي او ناحکومتي دفترونو، روغتونونو او نورو تاسیساتو په کمپوټرونو انټرنټي بریدونه وشول.
د بي ام ډبلیو شرکت غواړي د کوچنیو فامیلي یاکامپکټ موټرو د جوړولو پرځای د لوړ کیفیت لرونکو سپورتي موټر جوړ کړي
د مایکروسافت شرکت د سه شنبې په ورځ د Windows 10 S پروګرام معرفي کړپه دغه وینډوز سره مایکروسافت هڅه کوي چې د ګوګل له شرکت سره سیالي وکړي
فیسبوک همدارنګه په خپل مسینجر اپلیکیشن کې هم د ډیرو نویو تغیراتو راوستل اعلان کړل
نور پورته کول