د نړیوال جام لپاره د افغانستان حتمي لوبډله به د شپږو تمریني لوبو نه وروسته اعلان شي چې په جنوبي افریقا کې ترسره کیږي.
دا دویم ځل دی چې د کرکټ د مشهور کتاب ویسډن کې د افغان لوبغاړي راشد خان نوم او تصویر چاپیږي.
٨۴ کلنې امریکایي ورزشکارې فلورنس فیلیون میلر د نړۍ د مسنو او ډېر عمر لرونکو ورزشکارانو په سیالیو کې چې تیره اونۍ په پولنډ کې وشوې د ٨٠ کالو عمر په کتگورۍ کې څو مدالونه وگټل.
د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې نوی کپټان ګلبدین نایب وايي چې محمد نبي او راشد خان د هغه لپاره مجرب لوبغاړي دي او پوره درناوی یې کوي.
په کابل کې د لومړي ځل لپاره د ښځو د "مس ریسلینګ" سیالۍ ترسره شوې.
په پاکستان کې دا وخت په دوو لوبغاړو نیوکې کیږي، یو یې په عمر اکمل د نڅا د کنسرټ د ویډیو د خپریدو نه وروسته او بل په یاسر شاه چې د یوې جینۍ سره یې د سندرې یوه ویډیو خپره شوه.
د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم دوو وتلو لوبغاړو راشد خان او محمد نبي د ملي ټیم له مشرۍ د اصغر افغان د ګوښه کولو په اړه د کرکټ بورډ د غوراوي د کمیټې د پریکړې سره مخالفت ښودلی.
افغان کرکټ بورډ د کرکټ نړیوال جام سیالیو ته د چمتووالې په هدف د سویلې افریقا د تمریناتي کمپ لپاره ۲۳کسیزه ملي لوبډله اعلان کړه.
د پاکستان کرکټ بورډ وايي عمر اکمل یې د دې لپاره جریمه کړی دی چې یوه شپه په دوبۍ کې له خپل هوټل څخه د باندې په چکر وتلی و.
د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د پنځو لوبو په لړۍ کې پرله پسې په پنځمې لوبې کې د پاکستان خلاف کلین سویپ وکړ
د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې پخواني کپتان محمد نبي سږ کال د آی پي ایل په سیالیو کې لومړی ځل و چې لوبه یې وکړله او ښه وځلید.
د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې د کابل په لوبغالي کې ۱۵پېچ/پیچزیا د توپ ویشتلو ځایونه جوړ کړي.
نور پورته کول