د کرکټ نړیوال جام پای لوبه نن یکشنبه (جولای ۱۴) د انګلنډ او نیوزیلند ترمنځ وشوه.
د افغانستان کرکټ بورډ د ملي لوبډلې مدیر نوید صیام کاکړ او د غوراوي کمېټې مخکنی مشر دولت خان احمدزی د یوه کال لپاره د کرکټ له نړیوال فعالیت څخه بند کړل.
د افغانستان کرکټ بورډ افغان لوبغاړی راشد خان د کرکټ ملي لوبډلې د کپتان په توګه وټاکه.
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني په نړیوال جام کې د لوبو د بایللو او په کرکټ بورډ کې د شته ستونزو په اړه د بورډ د غړو راپور اورېدلی دی.
د انګلنډ د کرکټ لوبډلې په نیمه پایلوبې کې آسترالیا ته په ماتې ورکولو سره د کرکټ د ۲۰۱۹ کال د نړیوال جام پایلوبې ته ووتله.
د افغانستان کرکټ بورډ اعلان وکړ چې لطف الله ستانکزی یې د دغه بورډ اجرايي رئیس ټاکلی دی.
د هند ټوله لوبډله په وروستي اوور کې د ۲۲۱ نمرو وسوځیدله او په دې توګه هند د نړیوال جام په نیمه پایلوبه کې نیوزيلنډ ته لوبه وبایلله او له نړیوال جام څخه بهر شو.
د افغانستان د کرکټ الف لوبډلې له بنګله دېش الف لوبډلې نه د ۷ ویکټو په توپیر ټسټ لوبه وګټله.
د امریکا د ښځو د فوټبال ټیم خپله وروستنۍ لوبه د هالنډ نه دوه د صفر په مقابل کې وگټله او پدې توگه یې د څلورم ځل لپاره د ښځو د فوټبال نړیوال جام وگاټه.
د کرکت د نړیوالې شورا د یوې ورځنیو لوبو د توپ اچوونکو په تازه درجه بندۍ کې راشد خان له دریم مقام څخه اتم مقام ته ښکته شوی دی.
د افغانستان کرکټ بورډ د دغه بورډ د سرپرست اجرائیه رئیس اسدالله خان، د غوراوي کمېټې د مخکني مشر دولت خان احمدزي او د ملي لوبډلې د مدیر نوید ساحل دندې وځنډولې.
په انګلستان کې د ۲۰۱۹ کال د نړیوال جام د دویم پړاو ته څلور لوبډلې ووتلې خو تر اوسه دا نده معلومه چې کوم هیواد به د کوم هیواد سره لوبه کوي.
نور پورته کول