د نړۍ د ښځو په چارو کې د امریکا ځانگړې سفیره میرمن کاترین رسل وایي د افغان میرمنو د تیرې لسیزې لاس ته راوړنې باید وساتل شي.
د جمعې په ورځ د واشنگټن د جورج ټاون په پوهنتون کې « د امریکا ـ افغانستان د ښځو د شورا» له خوا یوه پرتمینه غونډه جوړه شوې وه.
د ولسمشرۍ له انتخاباتي مبارزې څخه محروم شوي ١٧کاندیدان نیوکه کوي چې د ټولنیر اعتبار او نفوذ باوجود جرگې ته ندي بلل شوي.
د پاکستان د حکومت مخالف گوندونه د امریکایي بې پیلوټه الوتکو د بریدونو په غبرگون کې د ناټو ځواکونو د اکمالاتي لارو بندیدل غواړي.
د امریکا حکومت داسې شرکتونو ته هم قراردادونه ورکړي چې د ترهگرو سره اړیکې لري او امریکایي ځواکونو باندې بریدونه هم کوي.
د امریکا او افغانستان ترمنځ د امنیتي تړون په هکله د جوړیدونکې لویی جرګې د تیاريو کمیسیون وايي، ٢٥٠٠ غړي دغې جرګې ته انتخاب شوي.
امریکایي مفتش وایي له افغانستان څخه د ځواکونو له وتلو وروسته هم په میلیاردونه ډالر مرستې دوام کوي او باید چې وڅارل شي.
په داسي حال کې چې په جینیو کې د ایران د اټمي پروګرام په هکله خبرو زور اخیستی دی، ولسمشر اوباما وايي چې پر ایران باندې د اقتصادي بندیزونو د نرمولو طرفداره دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر اردن ته تللی چې د فلسطیني مشر سره وګوري. له دې نه مخکې، ښاغلي کېري د اسرائیلي چارواکو سره هم لیدلي دي.
د امریکا ددفاع او بهرنېو چارو وزارتونه غواړي چې ، د ۲۰۱۴ کال نه ورسته، نسبتا ډیر شمېر عسکر په افغانستان کې پرېږدي.
د امریکا د ځینو ایالتونو او ښارونو د والیانو او ښاروالانو د ټاکلو لپاره انتخابات وشول. په نیویارک او ویرجینیا کې دیموکراتان بریالي شول
امريکا په تېره لسېزه کې د کوکنارو د کرنې او تجارت د مخنیوي لپاره ۷ میلیارد ډالر مصرف کړي، خو دغه تجارت نور هم پرمختگ کړېدی.
نور پورته کول