ولسمر اوباما وایي د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین لخوا سنوډن ته د پناه ورکولو پریکړه، ددې دواړو هیوداونو ترمنځ د اختلافاتو یوازې یوه بیلگه ده.
دوه امریکايي سناتوران قاهرې ته تللي دي چې د مصر د سیاسي بحران د حلولو په لارو چارو د مصري چارواکو سره خبرې وکړي.
امریکایي سناتوران وایي په اسلامي نړۍ کې د امریکایی سفارتونو په وړاندې امنیتي گواښ په وروستیو کلونو کې تر ټولو جدي تهدید گڼل کیږی.
ولسمشر اوباما وايي پکار ده امرېکا دمنځنۍ طبقې دپاره ښه شرایط برابر کړي او د یوه قوي اقتصادي انکشاف لپاره دبنسټ ډبره کښېږدي.
د امریکا حکومت وايي د روسیې د هغه اقدام له وجې سخت مایوسه شوی دی چې اډوارډ سنوډن ته یې په روسیې کې موقته پناه ورکړې ده.
د امریکا خپلو اتباعو ته د القاعدې د تروریستي تهدید خبرداری ورکړی دی او ویلي یې دي چې برید ښايي د عرب ټاپو نه وشي.
په افغانستان کې د امریکا پخوانی سفیر زلمی خلیل زاد وايي د امنیتي قرارداد ځنډول د افغانستان په تاوان ده او ګټه یې د ښمنانو ته رسېږي.
د اسراییلي او فلسطیني مرکچیانو ترمنځ د دوشنبې په ورځ په واشنګټن کې مخامخ خبرې پیل شوي.
امریکا په مصر کې د ورستیو خونړیو نښتو په اړه اندیښنه څرګنده کړې ده. په مصر کې د یکشنبې په ورځ هم مظاهرو دوام درلود.
د روسیې د ولسمشر ویاند د جمعې په ورځ وویل چې د روسیې د اف اس بي سازمان د امریکا له اف بي آی سره د سنوډن په هکله په خبرو بوخت دی.
د امریکا ولسمشر بارک اوباما د فقید ولسمشر جان اف کینیدي لور کارولین کینیدي په جاپان کې د امریکا د سفیرې په توګه معرفي کړې ده.
د امریکا او هند د سیاسي چارو کمیټې د افغانستان د راتلونکې په اړه د بحث لپاره کارپوهان او د کانګریس یو شمیر غړي راغونډل کړي وو.
نور پورته کول