ولسمشر اوباما د افغانستان په اړه د خپلو پریکړو دفاع کړې ده. هغه وايي چې اداره به یې په افغانستان کې خپله ستراتیژي عملي کړي.
یوه نوې سروې ښيي چې د امریکا د ملي امنیت د ادارې له خوا د ټلفونو څار د ترهګرۍ په مخنوي کې هیڅ ښکاره تاثیر نه درلودی.
د افغانستان د سولې خبری بیا پیل شویدي دي، خو نه کوم تحلیل کوونکي او نه هم مخالفینو د دې لپاره کومه هیله څرګنده کړې چی دا خبرې به کوم ځای ته ورسیږي.
دواړه دیموکراتان او جمهوري غوښتونکي اوس وايي چې د غربت خلاف مبارزه باید ادامه ومومي، خو دا چي دا مبارزه څنګه وشي، د دواړو ګوندونو په دریځونو کې تفاوت موجود دی.
جان کېري وایي د اسرائیل او فلسطین ترمنځ د هر اړخیزې سولې د موافقې د رامنځ ته کیدو هڅې ورو دي، خو بیشکه چې پرمختگ کوي.
د بندیانو په دوسیو باندې د غور دهیئت رئیس شکور دادرس وویل چې شواهد دانه څرګندوی چې دغه محبوسین نور په زندان کې وساتل شي.
د عراق صدراعظم د محاصره شوي فلوجه ښار له اوسیدونکو او قومونو څخه غوښتي چې د القاعده شبکې اړوند ملیشه ډلو پر ضد مبارزه کې مرسته وکړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري وعده وکړه چې د عراق د حکومت سره به د فلوجه ښار په وضیعت کې مرسته وکړي، خو امریکایي ځواکونه به ونه لیږي.
آمار ښيي چې د تیرکال د کانګرس دوره چې جمهوري غوښتونکو په کښي د استاځو د مجلس مشري درلوده او ډیموکراتانو د سنا، د امریکا په تاریخ کې تر ټولو لږ مفیده دوره وه.
د امریکا د باندنیو چارو وزیر جان کیري د اسرایلي او فلسطیني مشرانو سره خپلو خبرو ته ادامه ورکوي په دې هیله چې دواړې خواوو د سولې د خبرو دپاره پر یوه پلان باندي موافقه سره وکړي.
د امریکا د ملي امنیت د ادارې معلومات ښيي چې دغه اداره ډیر زیار باسي چې یو داسي کمپیوټر جوړ کړي چې د هر ډول کمپیوټر د کوډونو د ماتولو وړتیا ولري.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیرجان کېري بیت المقدس ته تللی دی. هغه به هڅه وکړي چې د منځني ختیځ د سولې په اړه د خبرواترو د بیرته پیلولو لپاره لاره هواره کړي.
نور پورته کول