د ناټو د غړو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د روسیې سره د کریمیا د یوځای کیدو وروسته د لومړي ځل لپاره په لوړه کچه غونډه وکړه.
داسي ریپوټونه خپاره سوي دي چي روسیه د اوکراین سره په سرحد کې خپل پوځ زیاتوي خو په ملګرو ملتونو کي د روسیې سفیر ویتلالي چرکین وايي روسیه په کړکېچ کي لاس نلري.
ولسمشر بارک اوباما وايي له روسیې سره د کریمیا د یوځای کېدو وروسته، په اوکراین کې د مسکو د لا زیاتو لاسوهنو په اړه اندیښمن دی.
امریکا هڅه کوي د اوکراین په ختیځ او جنوب کې د روسيې د پوځي پرمختگ د مخنوي لپاره د اروپایي ټولنې ملاتړ ترلاسه کړي.
د نړۍ ۷ بډایه هېوادونه به راتلونکې اونۍ په هاګ کي د اټومي امنیت د غونډې په څنګ کي پر روسیې باندي د ممکنه اضافي بندیزونو پر لګولو باندي بحث وکړي.
په تېرو ١٢ کلونو کې کانگرس څه دپاسه ١٠٢میلیارد ډالره برابر کړي چې د افغانستان امېنتي قواوې تشکیل، حکومتی ادارې تاسیس، او اقتصادي پرمختیا وده وکړي.
د مخدره موادو د تجارت پېسې پخپله له ځان سره اداري فساد منځته راولي، ځکه چې زښتې ډېرې پېسې په سېستم کې ور داخلوي.
د امریکا ولسمشر بارک اوباما پر روسیې باندي ددغه هېواد د هغه اقدام په خاطر چي کریمیا یې د خپلې خاورې سره یوځای کړه، نوي بندیزونه اعلان کړل.
د امریکا ېو لوړپوړي چارواکي روېټرز ته ویلي، دا به ډېره گرانه وي چې د ایران او شپږو ځواکمنو هېوادونو ترمنځ د اختلاف نظر په مسله موافقه وشي
سپېنی ماڼی تېره اونۍ اعلان وکړ چې مېشل اوباما به د مارچ له 19 مې نه د مارچ تر 26 مې پورې چین ته سفر وکړي.
امریکایي او پاکستاني چارواکي پدې غور کوي چې د MRAP په نامه پوځي موټر پاکستان ته وړیا ورکړي خو افغان حکومت وایي مونږ ددې پریکړې سره مخالفت لرو.
په کریمیا کې د انتخاباتو چارواکي وايي د دغه ټاپووزمې اکثریت رایې اچوونکو د روسیې سره د یو ځای کیدو په طرفدارۍ رایې ورکړې دي.
نور پورته کول