ولس ته په خپلې لومړنې کلنۍ وینا کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ کوښښ کوي چې د هېواد پر اقتصادي پرمختګونو تمرکز وي.
د متحدو ایالاتو ولسمشر هرکال دکانگرس گډې غونډې ته وینا کوي. سږکال به هغه د راتلونکې سه شنبی په ورځ وینا وکړي. معمولا د کانگرس غړی او عام خلک غواړي په دې پوه شي چی په ٢٠١٨ کال کې د ولسمشر ترجیحات څه دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وایې چې واشنګټن د روسیې او جرمني ترمنځ د ګازو نل لیکه د اروپا د انرژۍ د امنیت لپاره یو ګواښ بولي.
د امریکا جمهور رئیس ډونالد ټرمپ د داووس د اقتصاد په نړیواله غونډه کې د وینا پر وخت د نړۍ امنیت ته په اشارې وویل چې د افغانستان سره مرسته کوي چې دا هیواد نور د تروریزم مبدا نه اوسي.
ټرمپ ترکي چارواکو ته ويلي دي چې له هغه عمل ډډه وشي چې د ترکې او امریکايي پوځیانو ترمنځ لانجه جوړوي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي دي چې د امریکا د عدلیې وزارت د ځانگړي تحقېق کونکي رابرټ مولر سره مرکې ته تیار دی.
د امریکا د میشیگن پوهنتون کې یو سپورټي ډاکټر لیري نصار چې د لوبغاړو نجونو علاج به یې کاوه، د اوو ورځو د محاکمې نه وروسته د ۴٠ کلونو نه واخله د ١٧٥ کلونو پورې په بند محکوم شو.
د متحدو ایالاتو د جمهوري ریاست مرستیال مایک پنس نن ددوشنبی په ورځ داسرائیل پارلمان ته وویل چې دامریکا سفارت به د ٢٠١٩ کال تر پای پورې بیت المقدس ته انتقال شي.
د سپینې ماڼۍ ډاکټرانو ټرمپ ته ویلي چې خپل وزن او خوراک کم کړي.
د امریکا د متحده ایالاتو حکومت د شنبې په سهار د حکومت د ځنیو ادرو تړل وروسته له هغې پیل کړل چې د سنا مجلس د حکومت د لگښتونو لایحه وځنډوله.
د امریکا په کانګرس کې د دیموکرات او جمهوریت غوښتونکو ګوندونو غړو د مهاجرت قانون پر سر اختلاف لري او دغې مسلې د بودیجې پر تصویب اثر کړی دی.
نور پورته کول