د متحدو ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن خبرداری ورکړ چې پکارده موږ دداعش دماتولو بهیرته ترهغه وخت پورې دوام ورکړو، څو هغوی په دوامداره توگه ماتې وخوري. که څه هم دغه ډله ترزیاتې اندازې پورې د عراق او سورېې له هغو سیمو نه ایستل شوېده چی یووخت ېې په ولکه کې وې.