د جمهور رئیس ټرمپ او کانگرس موافقه وکړه چې د دریو اونیو لپاره د امریکا د فدرالي حکومت تړل شوې ادارې بیرته پرانستل شي.
د جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ یو سابقه داره متحد او سلاکار راجر سټون د امریکا د ٢٠١٦ کال د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې د روسیې د لاس وهنو په اړه د پلټنو په دوام ونیول شو.
پداسې حال کې چې د امریکا د فیډرالي حکومت د ځینو برخو د بندیدو دویمه میاشت پیل شویده، د دواړو گوندونو په مهمو ټکو اختلاف دوام لري.
د کانگرس مشرې نانسي پلوسي ویلي دي چې هغه به د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته اجازه ور نه کړي چې ملت ته د فیډرالي حکومت د بیرته فعالولو نه مخکې وینا وکړي.
د امریکا د متحده ایالتونو سنا مجلس پلان لري چې د پنجشنبې په ورځ د (جنوري ۲۴) د دواړو ګوندونو مسودو ته رایه ورکړي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دیموکرات گوند د نانسي پلوسي د مخالفت څرگندولو باوجود د جنورۍ په ٢٩ د خپلې کلنۍ وینا تیاري کوي.
د امریکا د متحده ایالاتو د مدني غورځنگ د مشر مارتین لوترکینگ د وژنې نه ٥١ کاله تیر شول او امریکایان د دوشنبې په ورځ (جنورۍ ٢١) پداسې حال کې د مدني حقونو ددغه مشر یادښت کوي چې د نژادي برلاسيتوب له درکه اندیښنې زیاتې شوي دي.
د امریکا سناتور لنډزي گراهام په پاکستان کې د صدراعظم عمران خان سره ملاقات کړیدی او وایي چې د ټرمپ نه به وغواړي چې د افغانستان د سولې د پروسې په اړه دې د پاکستان او افغانستان له مشرانو سره وگوري.
د امریکا جمهور رئیس دونالد ټرمپ ویلي چې د سرحدي دیوال د جوړولو لپاره په بودجې باندې د دموکراتانو د موافقې په صورت کې به د غیر قانوني مهاجرینو د اولادونو د اوسیدو موده وغځول شي او د دولت تړل شوې ادارې به پرانستل شي.
په داسې حال کې چې د امریکا د فدرال حکومت د تړل کیدو نهه ویشت ورځې کیږي تر اوسه ددې وضعیت د پای ته رسیدو هیڅ نښه نشته.
د امریکا د کانگرس د استازو مجلس دموکرات غړو وایي د یو رپوټ په هکله پلټنې کوي چې وایي د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ خپل پخواني مدافع وکیل مایکل کوهن ته امر کړی و چې کانگرس ته درواغ ووایي.
د امریکا د ولسمشر ټرمپ د دیموکرات گوند سره د حکومت د بندولو په سر لانجه هغه وخت نوره زیاته شوه چې ولسمشر په غچ کې د کانگرس د مشرې نانسي پلوسي د بهرني سفر لپاره د پوځي الوتکې د ورکولو نه انکار وکړ
نور پورته کول