جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ به نن د ( فبروري ۵ ) ملت ته په وینا کې د امریکا په مهمو بهرنیو او کورنیو سیاستونو خبري وکړي.
د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ به سبا له کانګرس نه ملت ته وینا وکړي. د ترکیب په لحاظ اوسنی کانګرس تر پخواني ډېرتوپیرلري.
د عراق جمهور رئیس برهم صالح، ویلي چې د ایران د فعالیتونو د څارنې لپاره په عراق کې امریکایي پوځیان د بغداد له اجازې پرته اوسیږي.
د سوپربال په نامه د امریکایي فوټبال د قهرمانۍ په لوبه کې د نیوانگلنډ پتریوتز ټیم د یکشنبې په شپه ١٣ د ٣ په وړاندې د لاس انجلس رمس لوبډلې ته ماته ورکړه.
د روسیې جمهور رئیس ولادمیر پوتین د شنبې په ورځ د ( فبروري ۲ ) وویل هیواد به یې له امریکا سره د منځني واټن ویشتونکو توغندیو له قرار داد څخه ووځي.
د امریکا متحده ایالاتو د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې تصمیم یې نیولې د روسیې سره د اټومي توغندیو له تړون نه ووځي.
سپینه ماڼۍ او کانګرس د حکومتي ادارو د یوې بلې ممکنه کاربندۍ د مخنيوي لپاره خبرې اترې پیل کړي دي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په کانگرس کې د دواړو سیاسي گوندونو د غړیو نه غوښتي دي چې وخت دې نه ضایع کوي او په مکسیکو سره په سرحد د دیوال لپاره دې ورته بودیجه ورکړي
د استخباراتي ادارو مشرانو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ برعکس ویلي چې امریکا ته د شمالي کوریا نه خطر متوجه دی.
د امریکا د دفاع سرپرست وزیر پیټرک شناهن د افغانستان په اړه په خپل لمړۍ څرگندونو کې ویلي دي چې د افغانستان نه یې د ټولو عسکرو د ایستلو امر ندی کړی
د امریکا د متحده ایالاتونو په تاریخ کې د فدرال حکومت تر ټولو اوږده کاربندي پای ته ورسیده.
د جمهور رئیس ټرمپ او کانگرس موافقه وکړه چې د دریو اونیو لپاره د امریکا د فدرالي حکومت تړل شوې ادارې بیرته پرانستل شي.
نور پورته کول