له یوې خوانه د هوان گوائیدو او نیکولس مدورو ترمنځ مخالفت زور نیولی دی، او له بل پلوه د ټرمپ سلاکاران وايي د مدورو د حکومت ورځې په شمار ښکاري.
یوې ایراني محکمې د امریکا د سمندري پوځ یو پخواني سرتیري مایکل وایټ محکوم کړی، خو د حکم جزییات ندي په ډاگه شوي.
جمهور رئیس دونالد ټرمپ د امریکا د متحده ایالاتو له کانگرس نه د ٢٠٢٠ کال په بودجه کې ٨،٦ میلیارده ډالر غواړي.
ولسمشرټرمپ وايي سوسیالیزم یوازې د حاکمې طبقې لپاره د قدرت زیاتول دي. ښاغلي ټرمپ همدا اوس د سوسیالیزم - ضد دغه شعار موندلی دی څو خپل دموکرات سیالان د ۲۰۲۰ په ټاکنو کې پرې وټکوي او د خپل بري لاره پرې هواره کړي.
که څه هم راپورونه د شمالي کوریا د اټومي فعالیتونو د پیل خبر ورکوي خو د امریکا د متحده ایالتونو جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ د هغه هیواد له مشر کیم جونګ اون سره خپلې اړیکې پیاوړې ګني.
د امریکا د کانگرس د استازو مجلس یو پریکړه لیک تصویب کړی دی چې "د یهودانو سره دښمني، د اسلام نه ویره او د نورو اقلیتونو پر وړاندې کرکه درلودل" محکوموي.
د امریکا د متحده ایالتونو کانګرس غواړي ددې هیواد د مهاجرت سیستم د مشکلاتو د هوارولو پر سر چې ګڼ شمیر کډوال یې له مخې له قانوني مشکلاتو سره مخ دي، کار پیل کړي.
د امریکا د کانگرس غړیو د سعودي عربستان په ولیعهد محمد بن سلمان سختې نیوکې کړیدي او هغه یې بشپړ بدمعاش بللی
په داسې حال کې چې کانګرس د مالي سرغړونو او په ۲۰۱۶ کال کې له روسیې سره د ډانلډ ټرمپ د کمپاین د احتمالي اړیکو په اړه تحقیقات زیات کړی د کانګرس مشره نانسي پلوسي وايي له واک څخه د جمهور رئیس د لرې کیدو له مسلې سره احتیاط پکار دی.
د متحدو ایالتونو د کانګرس مسلمانه غړې الهان عمر یو وارې بیا د یهودي ډلو له سختو نیوکو او انتقادونو سره مخامخ شوې ده.
جمهور رئیس ټرمپ وایي د مکسیکو د سرحد نه امریکا ته د غیرقانوني خلکو او مجرمینو لخوا مخدرات راځي او امریکا باید د دې مخه ونیسي.
د امریکا د استازو مجلس یوې ډلې د جمهور رئیس ټرمپ لخوا د عدالت د مخنیوي په هکله څیړنې پیل کړلې.
نور پورته کول