د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ کانګرس ته د مهاجرت په هکله یوه نوې طرحه وړاندې کړله چې په کې د دایمي اقامت لپاره د لاترۍ په ویزو د بندیز تر څنګ د کورنیو علایقو په اساس امریکا ته د خپلوانو په راغوښتلو هم د بندیز لګولو، وړاندیز شوی دی.
د ایران سپاه پاسداران یو مقام خبرداری ورکړی چې د ایران میزایل توغندي په اسانه کولای شي د فارس په خلیج کې امریکایي جنگي بېړۍ په نښه کړي.
د کانګرس د استازو د مجلس رئیسې، ننسي پلوسي ویلي چې کانګرس په ایران باندې د حملې په برخه کې د ډانلډ ټرمپ له ادارې سره همغږې نه ده او ملاتړ یې نه کوي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د ملي امنیت ډله یې د شمالي کوریا، وېنزوېلا او ایران په څېر د غلیمو هېوادونو پر ضد د پوځي قوت کارولو ته لېوالتیا ښودلې ده.
د ایران د پوځ مشر ویلي دي چې ایران د خپلو دښمنانو سره د جنگ سره مخامخ دی او دیته تیار دی چې د هر ډول خطر مخه ونسي.
د امریکا-ایران کړکیچ؛ واشنګټن بغداد څخه سفارتي کارکوونکي وربللي.
د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس منځني ختیځ ته د شاوخوا ١٢٠ زره ځواکونو د استولو په هکله د نیویارک ټایمز ورځپاڼې رپوټ رد کړ.
د امریکا د متحده ایالتونو جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ له چین سره د خپل هیواد د تعرفو د جګړې ملاتړ کړی او ویلي یې دي په دې کار سره به امریکا ته په میلیاردونو ډالره ګټه ورسیږي.
د امریکا د متحدو ایالتونو او ایران ترمنځ د روان کړکیچ په لړ کې د ایران ولسمشر ویلي دي چې هېواد یې له چا څخه نه ډاریږي.
د امریکا ولسمشر ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړیدی چې که د امریکا ضد کوم اقدام وکړي دا به یې لویه غلطي وي.
د امریکا د جمهوري ریاست په تېرو ټاکنو کې د روسېې پر مداخلو د شویو تحقیقاتو پر سر د دیموکراتانو او جمهوریت غوښتونکو ترمنځ ناندرې روانې دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي دي چې واشنگټن د ایران گواښونه جدي گڼي، خو د هغه په ونیا د امریکا هدف جگړه نده بلکه د ایران د جمهوري دولت د واکدارانو په چلند کې بدلون راوستل دي.
نور پورته کول