د ملگرو ملتونو د بشري حقونو عالی کمشنرې میشل باشیلیټ د امریکا په جنوبی سرحد کې له مهاجرینو سره سلوک محکوم کړیدی. دهغی ویاندې دغه شرایط بالکل نهیلي کوونکی او غیرانساني بللی دی. خو د ولسمشر ټرمپ اداره ادعا کوی چی د کمپ شرایط ېې په دې ښه کړي دی چی صحی موسسی اوس هلته ډیر حضور لري.