په داسي حال کې چې په سوریه کې تاوتریخوالی ادامه لري، ددغه هیواد میانه روه ملکي خلګ چې د یوې خوا ملاتړ هم نه کوي، په منځ کې ګیر پاته دي او د پاڅون د پیل راهسي په بشپړه توګه د پامه غورځول شوي دي. ددوي شمیر کم نه دی بلکې د سوریې ۴۰ په سلو کې نفوس تشکیلوي. پام وکړیْ په دې هکله نورو جزیاتو ته چې زمونږ همکار حسیب الکوزیْ به یې تاسو ته وړاندي کړي.