د جاپان او امریکا ترمنځ د یوې موافقې پر اساس به د امریکا د سمندري قواوو ۹ زره عسکر د جاپان د اوکینیوا د وچې نه د اوقیانوس سمندر نورو برخو ته ولاړ شي. دغه موافقه نن د پنجشنبې په ورځ د واشنګټن او توکیو ترمنځ په یوې ګډې بیانیې کې خپره شوه. دغه عسکر به د امریکا د حوايي ، آسټرالیا او د ګوام سیمې ته ولېږل شي. تر اوسه لا په دې هکله کوم اعلان نه دی شوی چې یادشوې قواووې به څه وخت انتقال شي.