په یونان کې رای ورنکونکو دغه هیواد د لازیاتې بې ثباتې پر خوا یوړی او د یکشنبې د ورځې په ټولټاکنو کې یوه ګوند هم کافي رایې ترلاسه نکړې چې حکومت تشکیل کړي.د ټولټاکنو د پایلو نه معلومېږي چې ددغه هیواد د نوې ډیموکراسۍ په نامه محافظه کار ګوند ۱۹ په سلو کې رایې ګټلي دي چې د نورو ټولو ګوندونو په پرتله یې رایې ډیرې دي خو بیا هم دومره رایې نه دي چې په لړ کې یې حکومت تشکیل شي.