د سوریې تبعید شوې مخالفې ډلې یو کوردی عالم د خپل تحریک د مشر په توګه ټاکلی دی چې دغه تحریک د څو میاشتو داخلي اختلافاتو وروسته یو موټی کړي. دغه اقدام په داسي حال کې کېږي چې د بشري حقوقو فعالین وايي چې د سوریې په بیلابیلو برخو کې د حکومتي ځواکونو په تازه بریدونه کې په لسګونو تنه خلګ وژل شوي دي.