د فوټبال نړیوال فدراسیون چې د اداري فساد په کړکیچ کې ډوب و، د خپل نړیوال محبوبیت د ترلاسه کولو په هیله یې نوی رئیس وټاکه.
له اتومي موافقې وروسته نن د جمعې ورڅ په ایران کې د لومړي ځل لپاره پارلماني او د خبرگان مجلس انتخابات ترسره کیږي.
کله چې مقدونیا د یونان سره خپله پوله د مهاجرو پر وړاندې وتړله په زرگونو پناه غوښتونکي په یونان کې اروپا ته د رسیدو په هیله سرگردان شول.
ملي امنیت سلاکار نن په کابل کې د روسیې د لس زره میله کلاشینکوف مرستې د ترلاسه کولو پر مهال وویل دامنیتي ځواکونو پیاوړتیا د سولې بهیر سره تړلې ده.
د یونان پولیسو نن سلهاو افغان پناه غوښتونکي د مقدونیی پر پولې باندی د کمپونو څخه په آتن کې یو پوځي کمپ ته انتقال کړل.
د سوریې د کړکیچ د نړیوال متحدینو په دغه هیواد کې د اوبند په هدف یوه گډه اعلامیه خپره کړې چې سولې ته لاره پرانیستل شي.
د یونان سره د مقدونیه د پولې له تړلو وروسته د زرگونو ایسار شویو مهاجرو په ډله کې نژدې ٦٠٠ افغان پناه غوښتونکي هم شته.
ښاغلي کري په اردن کې په یو خبري کنفرانس کې وویل د سوریې د پوځ او مخالفو سیاسی ډلو ترمنځ جگړه په څو ساعتونو کې بندیدلې شي.
د سوریې د وسله والو مخالفینو عمده ائتلاف وايي چې موقت اوربند ته اماده دي خو په دې شرط چې روسیه هوايي بریدونه بند کړي.
د افغانستان له سختو حالاتو څخه د خلاصون او په لودیځو صنعتي هیوادونو کې د ښه ژوند د لټې هیلې بیا په کابل کې دوه کورنۍ د غم په ټغر کښینولې.
د سره صلیب د نړیوالې کمیټې هغه پنځه افغان کارکوونکي، چې د سه شنبې په ورځ په غزني کې وسله والو تښتولي وو نن خوشې شول.
د سره صلیب نړیوالې کمیټې په غزني کې خپل ټول فعالیتونه هغه وخت وځنډول چې یوې وسله والې ډلې د دوی پنځه افغان کارکوونکي ونیول.
نور پورته کول