یوه عیسوي مذهبه میرمن چې اسلام ته یې د سپکاوي له امله اته کاله په زندان کې تېر کړي، له پاکستان څخه د وتلو نیت لري.
د پاکستان وزیراعظم عمران خان په پاکستان کې مظاهره کونکو ته خبردارې ورکړیدی چې حکومت دیته نه مجبوروي چې سخت اقدامات وکړي او په ټولنیزو رسنیو د هغه وینا ته بیل بیل غبرگون ښودل شوی.
د سعودي خبریال جمال خاشقجي په ترکیې کې سعودي قونصلگرۍ ته د راتگ سره لمړی زندۍ شوی او وروسته یې بیا د بدن غړي پری شویدي.
د ناټو یو دیرش غړو هیوادونو په ناروې کې پراخ پوځي تمرینونه پیل کړي دي چې په تیرو څو لسیزو کې بې ساري بلل شوي دي.
د پاکستان عالي محکمې مسیحۍ آسیې بي بي ته د مرګ اورول شوې سزا لغوه کړه. د دغې پرېکړې پر ضد په پاکستان کې مظاهرې شوي.
ډنمارک په ایران تور لگولی چې په ډنمارک کې یې د دریو ایرانیانو د قتل ناکام کوښښ کړی او له دې کبله یې د ایران نه خپل سفیر بیرته راوغوښت
بنگله دیش د میانمار د حکومت سره موافقه کړیده چې هغه روهینگیایان چې بنگله دیش ته یې کډه کړیده، بیرته دې خپل ملک ته ولاړ شي.
د خیبر پښتونخوا حکومت د جینکو ښونځیو ته د نارنیو په تگ بندیز لگولی دی چې د ښځو د حقونو د فعالینو برسیره یې د مخالفه سیاسي گوندونو غبرگون پارولی دی.
د اندونیزیا یوه مساپر وړونکې الوتکه سمندر ته لویدلې او احتمال شته چې ټول ۱۸۹ سپاره پکې مړه شوي وي.
نن دوشنبه به د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردګان د استانبول نوی هوايي ډګر پرانیزي.
ملگرې ملتونو د ٢٠١٨ کال د بشري حقونو جایزه د پاکستان د بشري حقونو فعالې او وکیلې عاصمه جهانگیر ته ورکړیدی. عاصمه جهانگیر سږ کال د فرورۍ په ١١ وفات شویده.
د پښتنو د ژغورنې غورځنګ د یکشنبې په ورځ (اکتوبر۲۸) د خیبرپښتونخوا په بنو/باني ګل کې د پښتنو د حقونو د غوښتلو ستره غونډه وکړه.
نور پورته کول