امریکا د پنجنشبې په ورځ د ایراني وسلو ځینې هغه ټوټې پرچې په عام محضر کې ښکاره کړیدي چې په افغانستان او یمن کې ترلاسه شویدي. امریکا وایي ایران دغه وسلې په افغانستان او یمن کې ترهگرو ته استولې دي.
د هند د بهرنو چارو وزیره سشما سواراج وایي پاکستان ورته مثبت ځواب ورکړی خو تر هغه پورې به ورسره مذاکرات پیل نه کړي تر څو پاکستان د ترهگرۍ مسله نه وي حل کړي.
په امریکا کې د چین سفیر د دوو لویو اقتصادي قدرتمندو هیوادونو ترمنځ تجارتي جنگ خطرناک بللی او وايي چې پکار ده د دواړو ملکونو اندیښنو ته ځواب وویل شي
د روسیې حکومت کرېمیا ټاپو ته څېرمه، د کرچ تنګی د کښتیو د تګ راتګ پرمخ پرانېسته.
په کراچۍ کې د چین په قونصلگرۍ برید ښیي ځینې ډلې نه غواړي چین په پاکستان نفوذ ولري.
د سوریې دولتي رسنۍ وایي چی په حلب کې د یو ممکنه کیمیاوي وسلو د برید نه وروسته شاوخوا ١٠٠ تنه روغتون ته انتقال شویدي، زخمیان د تنفس مشکل لري.
د برتانېې لومړۍ وزیرې تریزا می او د اروپايي اتحاد مشرانو د بریکزیټ موافقه لاسلیک کړله خو د هغی ځواکمنو سیاسی مخالفینو هوډ کړیدی چی په پارلمان کې ېې مخالفت وکړي.
د ایران جمهور رئیس حسن روحاني اسرائیل د "سرطان غده" او یو "جعلي رژیم" وباله چې د هغه په وینا د غربي هیوادونو له خوا پدې خاطر جوړ شوی چې په منځني ختیځ کې د هغوی علایق پرمخ بوځي.
پاکستاني پولیسو د لبیک پاکستان غورځنګ ډلې مشر خادم حسین رضوي نیولی دی.
د پاکستان په قبایلي سیمې اورکزیو کې نن سهار بمې چاودنې شااخوا ۲۵ تنه وژلي او ګڼ شمېر نور یې ټپیان کړي دي.
د پاکستان په لوی سوداګریز ښار کراچۍ کې وسله والو کسانو د چین پر قونسلګرۍ باندې حمله کړې ده.
نور پورته کول