د جرمني صدراعظمه انګلا مرکل وایي د یهودیت ضد مخ په زیاتیدونکو احساساتو پر ضد مبارزه د جرمني اخلاقي وظیفه ده.
د پاکستان تلویزون مشر له هغه وروسته له دندې لېرې کړل شو چې په چین کې یې د عمران خان د وینا خپرولو پر مهال پر تلویزون د “Beijing” پر ځای “Begging”لیکلی و.
د پښتون تحفظ تحریک یوه فعاله غړې گلالۍ اسماعیل وایي چې هغه د پاکستان په قانوني ادارو باور لري او د عدالت تمه لري.
پاکستان او امریکا کوښښ کوي چې په افغانستان کې د سولې د پروسې په اړه همکاري زیاته کړي.
په هالنډ کې د جوماتونو یوې ټولنې هالنډي سیاستوال ګیرت ویلدرز د اسلام د سپکاوي او مذهبي کرکې په پارولو تورن کړی دی.
منظور پښتین وایي چې تروسه پورې یې په پاکستان د خپلو غوښتنو د پوره کولو لپاره زیات فشار ندی اچولی خو یواځې احتجاجي غونډې یې کړیدي.
بریتانیا هغه بندیز لغو کړ چې په خپل پوځ کې یې د مشترک المنافع هیوادونو اوسیدونکو ته د شمولیت اجازه نه ورکوله.
د ټولنیزې رسنۍ ټویټر شرکت د پاکستان د تحریک لبیک د سخت دریځه مشر خادم حسین رضوي اکونټ د اوس لپاره تړلی دی.
د پښتون تحفظ تحریک مشر منظور پښتین په خپل فیس بک لائیو په یوې وینا کې ټینگار کړیدی چې پي ټي ایم د مختلف نظر او فکر لرونکو قامي تحریک دی
د مولانا سراج الحق په خپلې اخیرۍ وینا کې د خپلو پلویانو نه غوښتي و چې د سترې محکمې د پریکړې خلاف احتجاجونو ته دوام ورکړي.
ټاکل شوې چې د ایران په نفتو بندیزونه به سبا دوشنبې د نوامبر میاشتې پنځمه عملي شي او دا د هیواد تر ټولو ډیر عاید لرونکې برخه ده.
د مسیحۍ میرمن اسیه بي بي وکیل سیف الملوک له پاکستان نه نامعلوم ځای ته تښتیدلی دی. ښاغلي ملوک، اسیه بي بي چې اسلام ته د سپکاوي په تور د مرگ سزا محکومه وه، وژغورله.
نور پورته کول