د ۲۰۱۸ کال د نوبل سولې جایزې ګټونکو د یکشنبې په ورځ (دسمبر ٩) د هغو خلکو لپاره عدالت وغوښت چې د نړۍ په مختلفو برخو کې د جګړو په جریان کې پری جنسي تیری یا ځورول شوي دي.
په فرانسه کې پراخو اعتراضونو پر ولسمشر ایمانویل مکرون فشار زیات کړی چې د مظاهره چیانو غوښتنو ته د حل لارې وړاندې کړي.
ایغوري فعالینو د نړۍ له هیوادونو غوښتي دي چې په چین کې د مسلمانانو له لیږکیو سره د بیجینګ د چلند په اړه پر دې هیواد فشار زیات کړي.
په فرانسه کې د تاوتریخوالي ډکو اعتراضونو څلور اوونۍ پوره شوې او لا هم روانې دي.
د جرمني صدراعظمه انګیلا مرکل چې د ١٨ کالو راهیسې د هغه هیواد د واکمن مسیحي دموکرات گوند مشره وه، د گوند له مشرۍ گوښه شوه، خو نژدې متحده یې پر ځای وټاکل شوه.
د کډوالو په چارو کې د ملگرو ملتونو عالي کمشنري وایي د روان میلادي کال د اگست او اکتوبر میاشتو ترمنځ د یمن په جگړه کې نژدې ١٥٠٠ ملکي وگړو مرگ ژوبله اوښتې ده.
د پاکستان صدراعظم عمران خان وايي، هېواد یې د امریکا له جګړې نه په کافي اندازه زیانمن شوی او وايي، تر دې وروسته به هغه څه کوي چې د هېواد او خلکو په ګټه یې وي.
د پاکستان د پښتون تحریک مشرانو او پلویانو د پوځ د ویاند هغه خبرداري ته کلک غبرگون ښودلی دی چې وایي 'د حد نه دې نه ووځي.'
د پاکستان د بشري حقونو وزیرې شیرین مزاري نن پنجشنبه د ( لیندۍ/ قوس ۱۵) په ټویټر لیکلي : " دا ۱۸ بهرنۍ خیریه مؤسسې باید وایستل شي، دوی باید د ټاکل شويو هدفونو له مخې کار کړای وای چې ویې نه کړ".
د ایران په چابهار ښار کې نن پنجشنبه د ( دیسمبر۶) په موتر بم برید کې لږترلږه ۲ کسان وژل شوي او ۴۰ نور ټپیان دي.
د یمن د حکومت او حوثي شعیه یاغیانو استازي روانه اوونۍ په سویډن کې د سولې خبرې کوي.
د سعودي عربستان پاچا سلمان د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني ته بلنه ورکړې چې د خلیج د همکاریو په غونډه کې ګډون وکړي.
نور پورته کول