یو ټولنیز خیریه سازمان وایي په تیرو دریو ورځو کې سختې ګرمۍ د پاکستان په کراچۍ ښار کې ٦٥ تنه مړه کړي.
د پښتون ژغورنې تحریک مشران وایي چې د قبایلي سیمو د خیبر پښتونخوا سره د شاملیدو په هکله ځکه هیڅ رای نلري چې پښتانه پدی مسله ویشل شویدي.
د امریکا د تکساس په ایالت کې پر یوه ښوونځي د برید په ترڅ کې د جمعې په ورځ لس تنه ووژل شول. په وژل شویو کې یوه پاکستانۍ زده کوونکې هم شامله وه.
د ایران له اتومي تړون څخه د امریکا په وتلو او پر تهران د نویو بندیزونو په لګولو سره د چابهار بندر پروژه، چې د افغانستان لپاره یو مهم تجارتي او ترانزیتي لار بلل کیږي، هم له خطر سره مخامخ شوې ده.
په واشنگتن کې د متحده ایالاتو او چین ترمنځ د سوداگرۍ په اړه دې تیرې اونۍ مفصلې خبرې مثبتې او گټورې بلل شوي دي
ترکیه بیت المقدس ته د امریکا د سفارت د انتقال او د اسرائیلو لخوا په غزې کې د خلکو د وژلو له امله سخته په غوسه ده.
د مصر حکومت ویلي دي چې د رفح سرحدي دروازه چې غزه له مصر سره نښلوي، د روژې په میاشت کې یې د فلسطینیانو د تگ راتگ لپاره پرانستې ده.
په واشنگټن ډي سي کې د پاکستان سفیر ادعا کړې چې هیواد یې د سیمې د بل هر هیواد په پرتله د ترهگرو او سخت دریځو ډلو پر ضد زیات اقدامات کړي دي.
په غزې کې د پنجشنبې ورځې په سهار لږترلږه پنځو بمي چاودنو یو کس ټپي کړی دی.
ترکیې بیت المقدس ته د امریکا د سفارت د انتقال او غزې کې د فلسطینانو د وژلو په غبرګون کې د اسرائیل ډيپلومات وشړه او خپل ډیپلوماتان یې هم ورغوښتي
د بخښنې نړیوال سازمان ویلي دي چې په پاکستان کې د بشري حقونو فعالین او مدافعین د سایبري په نښه شویو بریدونو له گواښ سره مخامخ دي.
د پاکستان صدراعظم ویلي سترې محکمې ځکه د واکه لیرې کړ چې غوښتل یې د هند ضد وسله والو ډلو سره د پاکستان د پوځ همکاري ختمه کړي.
نور پورته کول