د پاکستان د پوځ ویاند جنرال اصف غفور وزیرستان ته د یو سفر په مهال د جیو ټلویژون د حامد میر د یوې پوښتنې په ځواب کې د خیسور د حیات خان د کورنۍ تورونه رد کړیدي
د ایزديانو امیر، تحسین علي، په پنځه اتیا کلنۍ کې په جرمني کې مړ شو. داعش په عراق کې تر بل هر چا دغه اقلیت ډېر وځپه.
د وزیرستان د خیسور د سیمې د ماشوم حیات خان د ویډیو د خپریدو نه وروسته په پاکستان کې د پښتون تحفظ تحریک او د حقونو نورو فعالانو د دغې پیښې د تحقیقاتو غوښتنه کوي.
د ونزوئلا مشر نیکولاس مدورو د نړیوالې ټولنې هغه غوښتنه رد کړه چې ویلي په اتو ورځو کې دننه باید ولسمشریزې ټاکنې ترسره شي.
د فلیپین په جنوب جولو ټاپو کې په یوې کلیسا کې د یکشنبې په ورځ (جنورۍ ٢٧) دوه بمونه د یوې دقیقې په تفاوت یو د بل پسې وچاودیدل چې د فلیپینې مقاماتو په وینا لږ تر لږه ٢٠ تنه یې وژلي او ١١١ تنه نور یې ټپیان کړي دي.
بریتانیا خبرداری ورکړی چې که په ونزویلا کې د راتلونکې یوې اونۍ په ترڅ کې نوي انتخابات ونشي ددې هیواد د مخالفینو مشر خوان گوایدو، به د موقت جمهور رئیس په توگه په رسمیت وپیژني.
ملگرو ملتونو د ونزویلا د تاوتریخوالي په هکله د بې پرې پلټنې غږ کړی دی. پدې تازه تاوتریخوالي کې لږ تر لږه ٢٠ کسان وژل شوي دي.
د پښتون تحفظ تحریک تور لگوي چې د پاکستان پوځي چارواکي په هغه ماشوم حیات خان چې څو ورځې مخکې یې په پوځ تور لگولی دی چې کور ته یې راننوځي، د بیان د بدلولو لپاره فشار اچوي
د امریکا د اریزونا ایالت د فینکس په ښار کې یو نرس په یوې شلې مریضې د جنسي تیري په تور نیول شویدی، دغې ښځې یوه میاشت مخکې ماشوم زیږدولی و
د نړۍ شاوخوا درې زره مشران د سویس په داووس کې راغونډ شوي او د نړۍ په اقتصاد باندې خبرې کوي.
د پښتون تحفظ تحریک غړی عالمزیب محسود چې د جنورۍ په ٢١ په پاکستان کې پولیسو نیولی و، یوه ورځ وروسته یعني د جنورۍ په ٢٢ په داسې حال کې محکمې ته وړاندې کړی شو چې د هغه مخ یې پټ کړی و.
تقریبا درې زره سیاسی او اقتصادی مشرا ن د سویس په داووس نومی تفریحی سیمه کې راټول شویدی چی په نړۍ واله اقتصادی غونډه کې برخه واخلی.
نور پورته کول