د پاکستان د لاهور په ښار کې د ترهگرۍ ضد ځانګړې محکمې اعلان کړی چې د همدې کال د ډسمبر په اومه به د تروریزم سره د ملاتړ په خاطر د حافظ سعید سزا اعلان شي.
د سوریې په ادلیب کې د حکومتي ځواکونو او وسله والو یاغي ډلو ترمنځ په دوه ورځنیو جگړو کې د دواړو خواو نژدې ٧٠ تنه وژل شوي دي.
د عراق پارلمان د یکشنبې په ورځ (دسمبر۱) د دغه هېواد د صدراعظم استعفا ومنله.
په لندن کې د جمعې په ورځ (نومبر ۲۹) چړې په برید کې یو سړی او یوه ښځه وژل شوي او درې نور کسان ټپيان دي.
د هند په جنوب کې د کریلا ایالت یو کاتولیک راهب پر یوې راهبې باندې د څو ځلي جنسي تیري په تور محاکمه کیږي.
په عراق کې د شیعه ګانو لوی مشر آیتالله علي سیستاني خبرداری ورکړی چې که تاوتریخوالی ونه دریږي، عراق به په کورنۍ جگړه کې ښکیل شي.
په عراق کې د حکومت ضد د روانو مظاهرو په ترڅ کې ۱۶ نور مظاهره کوونکي هم وژل شوي دي.
د پاکستان عالي محکمې د پاکستان د لوی درستیز جنرال جاوید باجوه کاري موده شپږ میاشتې نوره هم وغځوله.
په لبنان کې د حکومت ضد مظاهرې چې د څو اونیو راهیسې روانې دي، په تشدد بدلې شويدي.
عراقي مظاهره کونکو په نجف کې د ایران په کونسلگرۍ برید کړیدی او اور یې ورته اچولی دی.
په بنګله دیش کې له ترورزیم سره د مبارزې ځانګړې محکمې د بنګله دیش د جماعت مجاهدین اوو غړیو ته د ډاکې په رستورانتونو کې د حملو د پلان او تنظیمولو په جرم د مرګ سزا اورولې ده.
په اسرایلو کې د صدراعظم نتنیاهو پلویانو د هغه سره د ملاتړ څرگندولو لپاره مظاهرې کړیدي. دا مظاهرې داسې مهال کیږي چې نتن یاهو دوه ځله په انتخاباتو کې ناکامه شویدی او په اداري فساد تورن شوی.
نور پورته کول