د سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو او ناروی یو گډ پلاوي ویلي دي د هغوی لومړنۍ پلټنې ښیي چې "په یو هیواد پورې مربوطو عواملو" د متحده عربي اماراتو په سواحلو کې د تیلو په ټانکرونو باندې تیره میاشت برید کړی و.
د هند د بهرو چارو د وزرات ویاند راجیو کمار ویلي دي چې د شنگهایي په کانفرانس کې د صدراعظم مودي او د پاکستان د صدراعظم ملاقات نه کیږي.
آلمانی نرس نیولس هویګیل چې د ۸۵ کسانو په وژلو تورن وو، په عمري بند محکوم شو.
په ١٩۴۴ کال د جون په شپږمه امريکا، فرانسه او بريتانیه چې په دوهمې نړیوالې جگړه کې د نازي جرمني خلاف متحد و خپل ستره بریا ولمانځو.
د بلوچستان ایالت د هرنايي په سیمه کې د سړک غاړې ماین یوې چاودنې دوه پاکستاني عسکر وژلي دي.
د سریلانکا حکومت وایي چې هغه کسانو ته به چې په ټولنیزو رسنیو دروغ خبرونه او کرکه خپروي، د پنځو کلونو بند سزا ورکوي
پر رسنیو د څار آزاد بنسټ یا فریډم هاوس وايي د پرمختللو هیوادونو په ګډون په ګڼو هیوادونو کې پر آزادو رسنیو محدودیت وضع کول د پراخیدو په حال کې دي.
د پاکستان پوځ په یو بیساري اقدام کې د راتلونکي کال لپاره خپله بودیجه کمه کړې ده.
چین وایي چې د امریکا سره یې د اړیکو خرابیدو له کبله د محصلینو او استادانو د ویزو د درخواستونو د رد کیدو کچه لوړه شویده.
د امریکا ولسمشر دونالد ټرمپ وایي چې له اروپايي ټولنې نه د بریتانيا وتل د امریکا او بریتانیا ترمنځ د سوداګرۍ ستر فرصت برابروي،ځکه هغه هڅه کوي چې له بریتانیا سره سوداگریزې موافقې وکړي.
د ایران ولسمشر حسن روحاني وایي تر څو چې امریکا د ایران په اړه خپل چلند عادي کړي نه وي، تهران له واشنګټن سره خبرو ته نه کښیني.
قطر وایي سعودي عربستان چې د ایران په اړه د عربي ملکونو کومه بیړنۍ غونډه رابللې وه، د هغوي په بیانونو اعتراضونه لري
نور پورته کول