د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف په رسمي سفر نیویارک ته روان شوی دی.
د سومالیا په جنوب کې پر یو هوټل باندې ډله ایز برید چې په کې د بهرنیانو په گډون لږ تر لږه ٢٦ تنه وژل شوي پای ته رسیدلی دی.
د هند د فضایي څیړنو ادارې اعلان کړی چې غواړي راتلونکې اونۍ یوه فضایي بېړۍ سپوږمۍ ته واستوي.
د بریټانیا د دفاع وزارت وايي چې دری ایراني کښتیو کوښښ کړی چې په هرموز تنګي کې د برتش پطرولیم یا بي پي تجارتي شرکت یوه کښتۍ مخه ونیسي.
بیجنګ په دغو نظارت خانو کې له اویغور مسلمانانو سره ناوړه چلند رد کړی او وايي دا د مسلمانو لپاره د مسلکي زده کړو مرکزونه دي چې د کاروبار بیلابیل مهارتونه په کې ورښودل کیږي.
سپينه ماڼۍ وايي د پاکستان صدراعظم عمران خان به په را روانو دوو اونیو کې واشنګټن ته سفر وکړي.
د امریکا د متحده ایالتونو او ایران ترمنځ د تاوتریخوالو په زیاتیدو سره اوس فرانسه د ۲۰۱۵ کال د اټومي قرار داد د ژغورلو هڅه کوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت واشنګټن ته د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان د سفر په اړه په خپرو شویو راپورونو بې خبري ښودلې ده.
د رپ موسیقۍ مشهوره سندر غاړې نیکي میناژ وايي، د سعودي عربستان په کنسرټ کې ګډون نه کوي.
عمران خان غواړي واشنګټن کې د خپل سفیر کور کې پاتې شي، خو امریکا یې نه مني
د ترکیې حکومت د هغه هیواد د ١٧٦ پوځیانو د نیولو امر کړی دی او هغوی یې د تبعید شوي ترکي روحاني فتحالله گولن، سره د اړیکو او د ٢٠١٦ کال په ناکامه کودتا کې په لاس لرلو تورن کړي.
د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت وایي چې د تایون حکومت غواړي له امریکا څخه د ۲.۲ میلیارده ډالرو په ارزښت وسلې وپیري.
نور پورته کول