د امریکا د پراختیايي ادارې په مالي مرسته په کندهار کې یوه زراعتي پروژه پیل شوه چې ښځو ته د مالدارۍ او بڼوالۍ په برخو کې روزنې ورکړي.
د عراق حکومت وایي چې د ملگرو ملتونو د امنیت شورا او د امریکا په مشري نړیوال ائتلاف د عراق د تاریخي اثارو د ساتنې لپاره ډېر څه نه دي کړي.
د نورستان چارواکي وايي د جګړو په کلونو کې پاکستان ته د دوی قاچاق شوي تاریخي اثار دې بیرته دې ولایت ته وسپارل شي.
د اسلامي دولت ډلې د پنجشنبې په ورځ د یوې ویدیو په خپرولو سره اعلان وکړ چې د عراق د موصل ښار د موزیم مجسمې یې ونړولې.
مسټر کاډ کبان او چرگان سره کوي او د همدې ډوډۍ دپاره مشهور دی. د چټکه خوړو دغه رستورانت په څلور لکه ډالرو جوړ شوی دی.
د افغانستان په ختیځ کې سندرغاړي او هنرمندان وایي د امنیتي حالاتو او ټولنیزو فشارونو له کبله د خپل مسلک خوشې کیدو ته اړ شوي دي.
د جلال آباد ښار، د بهسودو او د سره رود ولسواليو د نجونو په شل ښوونځيو کې زده کوونکو ته انټرنټي آسانتياوې برابرې شوې دي.
افغان هنرمنده آریانا سعید وایي چې د ودې د زمینې په پلمه باید هر چا ته اجازه ور نه کړل شي چې ځان هنرمند وگڼي او سندرې ووایي.
څیړونکي وايي د 3D د ټکنالوجۍ نه په استفادې سره به د کورونو جوړول آسانه شي او هر څوک به وکړی شي چې ځان ته پخپله کور جوړ کړي.
د سندرو ویلو تر څنگ یوې افغانې میرمنې په میلیونونو ډالر پانگونه کړې چې د بډائیو افغانانو په قطار کې حساب شي.
په هند کې یوې نوې څېړنې موندلې چې د هوا او چاپېریال ککړتیا د هند د تاریخي ودانۍ تاج محل اصلي رنګ ته زیان رسولی دی.
د سینما و تیاتر د چارو کارپوه وايي دغه هنر په افغانستان کې د منځه تللو له ګواښ سره مخامخ دی.
نور پورته کول