د افغانستان کرکټ بورډ وايي د شهزاد په پښو کې د درد له کبله هغه د نړیوال جام له سیالیو بهر شوی دی.
د جنوبي افریقا مخکني مشهور لوبغاړي ای بي ډیویلرز د خپل هېواد د کرکت له بورډ نه غوښتي وو چې بېرته یې ملي تیم ته ور وبولي، خو هغوی ونه مانه.
د بلوچستان ایالت د هرنايي په سیمه کې د سړک غاړې ماین یوې چاودنې دوه پاکستاني عسکر وژلي دي.
د سولې د ولسي کاروان مسؤلین وايي، چې د پنځو ورځو په تېرېدو سره لا هم د دوی د ۲۵ ملګرو برخلیک نه دی روښانه شوی.
د څیړنې او ارزونې ادارې، د یوې تازه څیړنې له مخې د سولې په روانو بحثونو کې په افغانستان کې د نشه یي توکو غیر قانوني تولید او " د پام وړ اغیزې یې" په بشپړه توګه له پام څخه غورځول شوي.
د افغانستان د امریکايي پوهنتون د بورد مشر ډیوید سیدني په افغانستان کې د امریکایي پوهنتون د مالي درغلیو په اړه د نیویارک ټایمز راپور رد کړی.
پر رسنیو د څار آزاد بنسټ یا فریډم هاوس وايي د پرمختللو هیوادونو په ګډون په ګڼو هیوادونو کې پر آزادو رسنیو محدودیت وضع کول د پراخیدو په حال کې دي.
پولیسو د آسترالیا د سډني په ښار کې د اې بي سي تلویزون پر دفتر د محرمو اطلاعاتو د افشا کېدو په شک چاپه وهلې ده.
د پاکستان پوځ په یو بیساري اقدام کې د راتلونکي کال لپاره خپله بودیجه کمه کړې ده.
د سریلانکا کرکټ ټیم د یوې ښې مسابقې نه وروسته د افغانستان ټیم ته په ٣۴ منډو ماتې ورکړه
د افغانستان دفاع وزارت وايي، تېره شپه یې په غور او غزني ولایتونو کې د وسله والو طالبانو له زندان څخه ۱۹ زندانیان خوشي کړي دي.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د کوچني اختر په مناسبت به ۸۸۷ زندانیان خوشي شي.
نور پورته کول