د کابل د ابن سینا د معتادینو د درملنې په زر بستریز روغتون کې تر تداوۍ لاندې د شمس په نوم یو معتاد وايي، چې د پلار خبره یې نه منله او د خپلو ملګرو له لاسه په مخدره موادو روږدی شوی. د هغه په ویناء همدا خپل پلار یې یوازینی غمخور دی چې دی یې د تداوۍ لپاره دغه روغتون ته بیولی دی.
په ننګرهار کې یو شمیر باغداران د طالبانو له حکومت نه غواړي، چې د بزګرانو د ملاتړ لپاره باید دوی ته داسې اسانتیاوې برابرې کړي چې په اساس یې د کوکنارو بدیل کښتونو ته وده ورکړي او له اقتصادي ستونزو سره هم مخ نشي.
په کندهار کې د معتادینو د درملنې په روغتون کې بستر په نشه يي موادو روږدی محمد انور وايي، چې د تره د زامنو په واسطه په ایران کې په نشه يي موادو اخته شوی دی او د اوږدې مودې اعتیاد را وروسته اوس یې پرېکړه کړې ده چې درملنه یې وشي.
په کندهار کې چې پخوا په زیاته کچه کوکنار کرل کېدل، اوس په کې د نورو بدیلونو تر څنګ د پستې باغونه هم زیات شوي دي.
د پکتيا يو اوسېدونکی چې ايران ته په کار پسې تللی وو، هلته د دې پر ځای چې ګټه وکړي په نشه يي توکو روږدی شو.
په ننګرهار چې د کوکنارو کښت په کې د پام وړ کم شوی کروندګرو یې نورو حلالو کښتونو ته مخه کړې ده او وایي هر فصل د کوکنارو څو چنده حاصل اخلي
د پکتيا پوليس وايي چې په تېرو درېيو مياشتو کې يې په دغه ولايت کې شاوخوا يو ټن نشه يي توکي نيولي او ضبط کړي دي او په دې تړاو يې يو شمېر کسان هم نيولي او څارنوالۍ ته معرفي کړي دي.
په پکتیکا کې پو پخوانی پولیس چې د ماینونو په خنثی کولو کې یې نوم ګټلی وو، خپلو ملګرو په نشو اخته کړی دی.
د خوست د کرنې رياست په دغه ولايت کې پر ۱۵۰۰ کروندګرو د سيله ورېجو پنځلس ټنه اصلاح شوی تخم ,ووېشی کروندګر وايي چې دا به د کرنې د ودې او پرمختيا ترڅنګ د دوی د اقتصادي پياوړتيا لامل وګرځي.
په کندهار کې په نشو توکو روږد کسان وايي چې په دغه ښار کې مخدره موادو ته اسانه لاسرسی د دې لامل شوی دی چې د دوی شمېر ورځ تر بلې زیات شي.
په پکتيا کې يو شمېر ځوانانو د قيلون استعمال ته مخه کړې ده. ځينې خلک وايي، چې د قيلون استعمال په نشه يي توکو د اعتياد کچې د زياتېدا لامل ګرځي.
ننګرهار کې که څه هم د کوکنارو د کښت کچه له دیارلسو ولسوالیو څخه اوس شپږو ولسوالیو ته راټیټه شوې، خو کروندګر شکایت کوي چې که دوی ته د دبدیلو پروژو چاره ګړندۍ شي نو د کوکنارو بوټي به ونه کري.
نور پورته کول