د افغانستان د کورنيو چارو او د عامې روغتيا د وزارتونو مسؤلينو دا خبرې په دوبۍ کې د امريکا غږ له لوري د خبريالانو د روزنيز ورکشاپ په ترڅ کې اشنا تلويزيون ته کړې دي
د کندهار د زراعت اداره وايې چې هر کال پدې ولایت کې تر ۲۵۰ زیات د انارو نوي باغونه پر هغو ځمکو کښېنول کیږي چې مخکې به کوکنار په کې کرل کیدل.
پکتیکا کې د نشه يي توکو سره د مبارزې ریاست د خلکو له سختو نیوکو سره له دې کبله مخ شو چې په دې روستیو کې يې فعالیتونه کم رنګه شوي دي.
په څرخي پله زندان کې یو شمیر معتادین وايي، چې په زندان کې دننه هم ورته د ځینو کسانو او پایوازانو له خوا مخدره مواد رسیږي.
چارواکي وايي چې د نشه يي توکو د قاچاق په تور یې ګڼ شمېر کسان هم نیولي دي.
د خوست خلکو له حکومت نه غوښتي دي چې پر قيلون بنديز ولګوي او په عامه ځايونو کې یې استعمال بند کړي.
د ننګرهار کرنې ریاست وايي تېر لمریز کال یې ددغه ولایت په کچه ۲۲ لوی او واړه کانالونه جوړ کړي دي.
د خوست ولایت یو شمیر اوسیدونکي وايي د نشه يي موادو پرضد په عامه پوهاوي کې سيمه ييزې رسنۍ اخلاقي او وظيفوي مسؤليت لري او رول يې خورا مهم دی.
بلي خواته خپله په نشه روږدي کسان وايې چې له خپل ژوند څخه ستړي شوي.
سږنی کال ننګرهار کې په اته یا نهه زره هکټاره ځمکه کې کوکنار کرل شوي وو چې تېر کال دا کچه دوه برابره زیاته وه.
د کندهار د کرهڼي او مالدارۍ ریاست وايې چې په دې ولایت کې د الویرا د توریج لپاره هڅي پيل شوي او په راتلونکې کې د کرونده ګرو لپاره یوه ښه عایداتي منبع کیدای شي.
د پکتیکا د کار او ټولنیزو چارو ریاست ۲۱۰ هلکانو او انجونو ته د حرفوي زده کړو په پنځو ټولګیو کې د زده کړو زمینه برابره کړې ده.
نور پورته کول