د افغانسان ولسمشر محمد اشرف غني په یو تازه اقدام کې له طالبانو سره د سولې په اړه د نورو سلا مشورو لپاره مشورتي لویه جرګه رابلي. ټاکل شوې دا جرګه، چې د افغانستان د ټولو قومونو استازي به په کې برخه اخلي، د روان کال د حوت میاشتې په وروستیو کې په کابل کې جوړیږي.